شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

فارياب: يو تن پوليس افسر د خپل ملګري له لوري وژل شوی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 8, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
1
9
ځلې شریک شوی
117
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۹) الماس خدرخیل

د فارياب امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو يو تن افسر د خپل ملګري له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

د دغه ولايت امنيه قومندنۍ وياند عبدالکريم يورش رسنيو ته ويلي، چې نوموړی د اطفايې ادارې مدير دوهم څارن محمد طاهر د خپل يوه ملګري اجمل له لوري وژل شوی دی.

نوموړی زياتوي، چې تر دې دمه لا معلومه نه ده چې ولې وژل شوی، خو د افسر محمد طاهر وژونکی کس له سيمې تښتېدلی او  څېړنې روانې دي ترڅو د نوموړي د وژلو علت څرګند کړي.

يوې بلي امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط ويلي، اجمل چي د طاهر  د څو کلونو ملګرى وو، په ميمنه ښار کي يې ريشکا چلول.

د وژل شوي کس يو بل نږدې ملګری بيا وايي، چې: (د شپې ۸ بجې يې غوښتل چي چاى وڅښي، طاهر پاڅيږي چي شيريني راوړي، اجمل د موقع څخه په استفاده د هغه توپنچه له تاخچې څخه اخلي، پر طاهر ډزي کوي او بيا تښتي).

د فارياب امنيتي چارواکي وايي، تر دا مهاله پوليس د قاتل په نيولو نه دي بريالي سوي.

مخکینې مطلب

چارواکي: فراه ولايت ته ۲۰۰ ايټالوي سرتيري استول شوي

بل مطلب

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

Comments 1

  1. مفتی عبدالحکیم نبی خیل هلمند says:
    9 کلونه مخکې

    دشرعي سیاست دخوبونه تعبیر دډیمکرسۍ په غیږکی

    لیکوال: مفتي عبدالحکیم نبی خیل

    سیاست دلغت کتابونو د مکلفتوب، اصلاح، دریدل،او تربیه[ پالنه ] کولو په معنی راوړي دي.او په اصطلاح کي یی هم دشریعت کتابونو ډول ډول معنی وي کړې دي. دفقهي علماء یی داسي تعریف کوي: دخلیفه یا قاضي دمصلحت هغو کارونو ته وایی چي ده ته دخیر او ښیګڼي ښکاري چي د قرآن پاک احادیثو او دفقهي سترو اصولو خلاف نه وي او دعام منفعت، عام ضرر دمخنوي لپاره ترسره شي که څه هم بیا جزئي دلیل نه وي پرې موجود هم دغه ته سیاست شرعیه وایې . داسي کارونه له ډیرو صحابه کرامو خصوصاً داسلام دسترو خلفګانو څخه را روایت شوي دي . دبیلګي په ډول حضرت عمر رضی الله عنه دنصربن حجاج سر ور وخريوی او له مدنې منورې څخه یی ویستی له دې امله چي دی ډیر شایسته وو او دښځو دفتنې دمبتلا کيدا خطر ځیني لیدل کیده . هم دا ډول سعد بن ابی وقاص خپل قصر یا ماڼۍ په اور وسوه له دې امله چي له خپل اولس څخه پټ وو او نه تر ښکاره کيده ددې په څیر په زرهاوو پیښي د احادیثو او سیرت کتابونو لیکلې دي . خو پیغمبر علیه سلام بیا سیاست داسی تشریح کوي. [عن ابن عباس رض ] قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کانت بنو اسرائیل تسوسهم الانبیاء کلما هلک نبي خلفه نبي وانه لا نبي بعدي وستکون خلفاء فکثر قالوا فما نفعل؟ فوا ببیعة الاول فالاول واعطوهم حقهم فان الله سائلهم عما استرعاهم [رواه مسلم]
    ژباړه ابن عباس رض فرمايي نبی علیه سلام وفرمایل: دبني اسرائیلو سره دبني اسرائیلو نبیانو سیاست کاوو. هر وخت چي به نبي له دې نړۍ رحلت وکړ بل نبي به یې په ځاي راغلي له ما ورسته نبي نه راځي له ما وروسته ډیرخلیفه ګان راځي صحابوو پوښتنه وکړه موږ بیا څه وکړو ده ورته وویل له هریوه پسې په بل پسې بیعت کوئ او خپل حق یي ورکوۍ الله پوښتنه له دوئ څخه دخپل رعیت کوي.
    له دې حدیث څخه شرعي سیاست له ورایه معلومیږي لومړی سیاست کار دنبیانو دۍ نو ځکه شرعي سیاست بلل کیږي دوهم کار دخلیفه ګانو دی چی دبیعت له لاري حاکیم او وپاچا شي او بیا به د خپل اولس تربیه اصلاح کوي او د فساد له لارو به یي ږغوري هم دې ته شرعي سیاست وايې. با ید ووایو چي لومړي دسیاست تر رسېدا مخکي هغه لار تعقیب شي دکومي چي په حدیث کي څرګندوي شوې ده چي خلافت یا داهل حل وعقد شورا ده او دډیمکرسۍ یا جمهوریت په لار سیاست ته ځان رسول غیر شرعي سیاست دئ چي علامه ابن عابدین حنفي او علامه ابن عقیل المالکی رحمه الله ورڅخه په سیاست ظالمة تعبیر کوي ځکه دجمهوریت او ډیمکراسۍ قواعد او اصول هغه بې دینه طبقې وضعه کړي چي انسانیت او بشریت ته سترناورین بلل کیږي خوځیني مسلمانان بیا هم دغه زنګني ډیمکراسۍ ته دومره لیواله دي چي ان تر اسماني دین ډیره دفاع ځیني کوي دبیلګي په ډول دمنځنۍ اسیا دهیوادونو لکه پاکستان ایران افغانستان او داسي نوروځیني مذهبی او اسلامي تنظیمونه دډیمکراسۍ په لمن نیوالو ځانونه دشریعي قانون دنافظولو لپاره هلې ځلې کوي.چي دا هیڅ منطق او شرعي رنګ نه لري صرف دوخت تیرول ملت دوکه کول اقتدار او ځانګړو اهدافو ته ځان رسول دي. ځکه ډیمکراسي يواځنۍ کفر او فتنه ده چي دمسلمه امت علماء رهبران يې هم ښکار دي او دنړۍ کفار هم دا غواړي چي دمسلمانانو رهبران علماء تر شرعي قانون ډیمکراسۍ ته لیوال وفادار او ژمن پاتي شي .او بیا دغه علماء ډیمکراسۍ ته مشروعیت هم ورکوي او خلګو ته داسلام په نامه دکفري ډیمکراسۍ غړواندي وراچوي چي له ورایه ددین تحریفول دي. دنومنې په څیر هغه افکار او جوابونه دلته راوړم کوم چي د غرب یا ډیمکراسۍ څیلۍ ځپلو ذهنونو دملت په فکر کي اچولي دي دبیګي په ډول دوئ وایې.[ لومړی] رایه اچونه یو شرعي اسلامي عمل دئ چي په شریعت کي دګواهۍ په نامه وجود لري .جواب لومړی رايه یا ټول ټاکني په اسلام په جائزو اعمالو او کارونو کي روادي ـ نه دشرعي اصولو دنقض لپاره. دوهم که رایه دګواهي ورکولو مرادف وي نو په ګواهۍ کي دوه ښځینه په یو نارینه حساب دي او ډیمکراسي دنارینه او ښځینه دمساوات رمباړي وهي. دریم که بالفرض ټاکني شرعي اړخ هم ولري خو دشرعي سیاست برخه په هیڅ صورت نه شي جوړيدلی ځکه سیاست هغه کارونو ته وایي چي دخلګو اصلاح په کښې وی او دخلیفه له طرفه ترسره ښي بیا که په شریعت کي موجود وي او که نه وي خو له شریعته مخالف به نه وي . دامام شافعي قول علامه ابن عقیل په الفنون کي داسي نقل کوي: [لا سیاسة الا ما وافق الشرع ] هغه سیاست نه ده چي له شرعي سره موافق نه وي. [دوهم ] دژوند برخلیک باید ملت خپله وټاکي ځکه ښه نوماند ته رایه ورکول د ملت په ږوند کي بدلون راوستی شي. جواب په اوس پير کي دډیمکرسۍ ترسوري لاندي هیڅ امین متدین سړي ږوند نه شيکولی ځکه ټول د رطبې او قتصادي پیاوړتیا له امله ټول ټاکنو ته مخه کوي نه دملت دهوسایني اومذهبي برخلیک ټاکلو ځکه له یوې خوا ډیمکراسي دحیوانیت قانون ده او له بله طرفه راټول شوي رهبران یې حیوانان وي نو له دوئ دښه او سلامي برخلیک ټاکلو توقوع په مرض کي بدپریضي کول دي . اسلام هغه جامع قانون دی چی هر وګړي ته يې دده دژوند تیرولو اصول ورښودلي دي چي هیڅ وخت هم انساني قانون ته ضرورت نه پاته کیږي. نو کوم کسان چي په اکثریت سره رایه وګټي دډیمکراسۍ له نظره هغه دقانون جوړولو او نافذ ولو اختیارلري سره له دې چي الله تعالی فرمایي:[ با لاکثرهم لایعلمون] ډیر خلګ هم نه پو هیږي نوداحکامو نافذول دډیرښت او کموالي سره هيڅ تړاو نه لري. او داکوم قانون او کوم اسلام دی چي که دډیرو کسانو خوښه وه العیاذبالله که زنا په جبر وشوه مجریم دی او که په خوښه رضاء وه بیا هیڅ باک نه لري که د لږو کسانو خوښه وه بیا دي داقنون نه نافذیږي. دا دشرعی سیاست کومه حصه د چي یو ځای له نامحرمه ښځو سره ناست دیو بل دخلو تنفوس [ساه] يې په خلو کي سره خیږي هم دا کوم سیاست ده چي ده جائزو کارونو له امله فرضي او واجب اُمور ترپښو لاندی کیږي فرضي جهاد ورته دهشت ګردي ښکاري. نو خپله جوتیږي چي دا هغه مذهبي رهبران دي چي شریعت ته د ډیمکراسۍ په عینکو ګوري او دحکامو دنافذیدا خوبونه دډیمکراسۍ په غیږ کي ویني په پای کي به ووایو چي دا هغه مذهبي رهبران دي چي دډیمکراسۍ پیریانو نیولي چي خبري کارونه حرکات سکنات او واګي یې دډیمکراسۍ د پیریانانو په لاس کي دي
    نور بیا………..

    ځواب

ځواب ورکول مفتی عبدالحکیم نبی خیل هلمند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com