راټولونکی : أبوالزین حکیم الله صابر الحنفي
- استقامت : (فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ)
ژباړه : پس مستقیم اوسه په هغه شان چی څنګه مامور شوی یې او هغه څوک چی له کفر نه راګرځیدلی ایمان ته (مسلمانان) هغه دی هم مستقیم شي. - له طُغيان څخه ځان ساتل: (وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ). ژباړه : او تجاوز (تیرئ) مکوئ له هغه حده چی درته ویل شوی ، بیشکه الله جل جلاله په هغه کارونو چی تاسو یې کوی بینا دئ .
- ظالمانو ته له مائلېدو ځان ساتل: (وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ). ژباړه : او مه نژدی کیږی (یا څنګ مه نژدی کوئ) هغه کسانو ته چی ظالمان دی ! که نژدی شوئ نو مسه بمو کی اُور د دوزخ.
- د لمانځه پابندي کول : (وَأَقِمِ الصَّلَاةَ) . ژباړه : او برپائه لرئ لمونځ .
- صبر کول : (وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ). ژباړه : او صبر کوه بیشکه خداي جل جلاله نه ضائع کوی أجر د نیک کارانو.
- د ښو په لور بلنه او له بدو منع کول (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ).
ژباړه : او أمر کوه خلکو ته په نیک کارونو او منعه کوه یې له بدو کارونو څخه.
مأخذ : سورة هود (۱۱۲) / سورة لقمان(۱۲) .


















