غزل

خالقیار احمدزی

له تاسره مې زړه ؤ چې خندا ته شوم درغاړه
جانانه د خوږمنو څیرو شاته شوم درغاړه

په پورې غره کې ناست ؤ په اوښکو یې ویل چې

پاک ربه وصال نشته نو دعا ته شوم درغاړه

زموږ په چم کې ښکلي بهانې کړي داسې جوړې

جانانه لمونځ قضا شو ځکه تاته شوم درغاړه

موږ هم  په ماښامونو کې ښه ډیر ولټولې

د ستوریو په تلاش کې آن فضا ته شوم درغاړه

وای کاندو خالق یاره په قلم د زړه خبرې

په مینه یې غیږ خلاصه کړه چې تاته شوم درغاړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button