د کندهار پر سیمه ییزه «څانګه راډيو» بمي برید شوی دی

کابل ټکی کام ۰۱عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د کندهار ولایت څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي چې تېره شپه ماخستن شاوخوا ۷ بجې د کندهار پر سیمه ییزه څانګه راډيو باندې بمي برید ترسره شوی دی.
چې د راډیو څانګې دفتر ته یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي.
د کندهار د څانګې راډیو مشر اغا شیر منار هم دغه پېښه تأیید کړې ده او ویلي یې دي چې د راډيو د دفتر پر دروازه پورې بم نښلول شوی وو چې وچاودېد، او زمونږ راډیو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
منار په خپله وینا کې د دغه برید پړه یې په چا پورې څرګنده نکړه خو دومره یې وویل چې دغه برید د بیان ازادۍ د دښمنانو لخوا ترسره شوی دی.
منار وايي چې له دغه برید څخه وروسته په سیمه کې یو بل ماین هم وموندل شو چې د پولیسو لخوا خنثی کړل شو.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي دي چې تېر ماخستن پر څانګه راډیو ترسره شوی بمي برید د طالب جنګیالیو له لورې پر دروازه مې ځای پر ځای شوی وو.
خپلواک وايي چې د پېښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړي دي چې تر څو د پېښې کوونکی ونیسي.
دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې په یاد برید کې د راډيو د مشر موټر او نورو خونو ښیښې او ادارو ته زیان اوښتی دی.
تراوسه پورې طالبانو یې په اړه څه ندي ویلي، خو د یوې سرچینې د خبر له مخې چې طالبانو دوی ته د ټلیفون له لارې د دغه برید پړه منلې ده.
د یادونې وړ ده چې یاد برید په نړیواله کچه وغندل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button