امريکا: د ټينيسي ايالت پوهنتون کې ډزو ۱ تن وژلی ۲ ټپيان دی

کابل ټکی کام۰۱عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

پوليس وايي، چې د امریکا په ټينيسي ايالت کې د پوهنتون دننه په ډزو کې ۱ تن وژل شوی دی او ۲ نور ټپيان دي.

پېښه تېره ورځ د پوهنتون دننه رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي، چې پېښه د قطو لوبه کې د شخړې له امله پېښه شوې ده.

د ځايي پوليسو مشرې ټانيا سټون رسنيو ته ويلي دي، چې مالومه نه ده د پېښې قربانيان محصلين دي که بل څوک، همدا راز د پاتې دوه نورو کسانو روغتيايي حالت مالوم نه دی.

د هغې په وينا ټپي کسان فانډيربيلټ روغتون ته لېږدول شوي دي.

پوليسو تر دې دمه د بريدګر په اړه څه نه دي ويلي، خو په وينا يې وروسته به په دې اړه مالومات ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button