ملګري ملتونه: د روان کال په لومړۍ اونۍ کې ۹۴۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۳) الماس خدرخېل
د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې د روان کال په لومړۍ اونۍ کې ۹۴۰۰ بې اسنادو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، چې دغه کډوالو له ايران او پاکستان څخه راستنانه شوي، خو دوی اندېښنه کوي چې افغان حکومت به د دغو کډوال وضعيت ته څه ډول رسيدګي وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند ماټهاو ګرایډن وايي: “د کډوالو راستنېدل د پیشبینۍ وړ نه دي ځکه په دې برخه کې بېلابېل عوامل وجود لري”.
د م م د کډوالو اداره وايي، چې، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې د۱۶۵۰ بې اسنادو کډوال له پاکستان او ۷۸۰۰ هم له ایرانه ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شميرو له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۷۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو د دوی لپاره په افغانستان کې امکانات په هغه اندازه چې لازم دي، نه دي برابر شوي.



