مزارشریف :اجرائیه ریاست تعویذ لیکونکي ته د کار کولو رسمي مکتوب ورکړی دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۳) صابر خپلواک
د افغانستان حکومت اجرائیه ریآست یوه تعویذ لیکونکي ته په مزار شریف ښار کې یو رسمي مکتوب ورکړی دی، چې هېڅوک حق نه لري، د کار مخه یې ونیسي، خو ددې ولایت د حج اوقاف ریاست ددې مکتوب په ورکولو جدي عکس العمل ښودلی دی.
که څه هم علماؤو څو ځلې د تعویذ لیکوونکو او سحر کوونکو د فعالیت په وړاندې مخالفت ښودلی وو، دې ځل بیا اجرائیه ریاست یوه تعویذ لیکوونکي ته په مزارشریف ښار کې د تعویذ لیکلو رسمي مکتوب ور کړی تر څو هغه وکولای شي، په آزادانه ډول کار وکړي او څوک یې مخه و نشي نیولی.
د بلخ ولایت د حج اوقاف ریآست د کمیسیون مسؤل مولوی وزین غوسي زاده چې د تعویذ لیکوونکو او سحر کوونکو د مخنیوي دنده لري، ویلي چې له دریو میاشتو را په دې خوا په مزارشریف ښار کې له دېرشو زیاتو تعویذ لیکوونکو مخنیوی شوی، خو د پوره له نه منځه تللو لامل یې د حکومت لوړ پوړي چارواکي دي چې ملاتړ یې کوي .
مولوی وزین د اسلام له نظره سحر کول حرام ګڼلي، او د اجرائیه ریآست په دې کار کولو یې افسوس کړی چې له دې رقم خلکو څخه حمایت کوي.
ذبیح الله کاکړ چې د بلخ ولایت د شورا یو غړی دی د اجرائیه ریآست دغه کار خنده ونکی بللی، او زیاته کړې یې ده چې افغانستان په څه حال کې دی او اجرئیه ریاست په څه کارو بوخت دی.



