د پاکستان په جیکب آباد ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵تنه وژلي دي

کابل ټکی کام۰۱عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پاکستان په جیکب آباد ښار کې د شیعه ګانو د عاشوراء د مراسمو پر لاریون چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۵تنه پکې وژل شوي دي او زیات شمېر نور ټپیان دي.
ځايي خلک وايي چې د مرستندویه ادارې کارمندانان د ټپیانو په لېږدولو بوخت دي، چې تر اوسه پورې د ټپیانو او د مړو پوره شمېر ندی مالوم.
همدا راز د سیمې د روغتون چارواکي وايي چې تراوسه پورې یې روغتون ته د ۱۵کسانو مړي راوړل شوي دي.
د سیمې د پولیسو مشر ظفر ملک وايي چې تراوسه د پېښې په اړه پوره مالومات ندي ترلاسه شوي چې دا موټر بم وو او که چاودنه.
د ظفر ملک د وینا له مخې چې د دغې چاودنې د مړو شمېر تراوسه پورې ۱۵تنو ته رسېدلی، خو دی وايي چې کېدای شي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
د پاکستان لمړي وزیر نواز شریف په امریکا کې دغه چاودنه کلکه وغندله.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کچې سیمه کې د شیعه ګانو پر جومات برید ترسره شو، چې ۹ تنه پکې ووژل شول او ۷تنه نور ټپیان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button