چاویديدونکي توکي د والي تر دفتره څنګه ورسول شول؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵،مرغومی۲۳) عزیر اسدخیل

د ملي امنیت شوری مشر حنیف اتمر وروسته له هغه کندهارولایت ته د پلټنو په موخه ولاړ چې هلته د والي په دفترکې چاودنه وشوه چې له امله يې یوولس کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول، حنیف اتمر رسنیوته ویلي: چې (د پلټنو مهم ټکی دا دی چې څرنګه چاودېدونکي توکي د والي تر دفتره ورسول شول؟ څرنګه دغو کسانو لار موندلې؟ او په کومه برخه کې زمونږ امنیتي ځواکونو تېروتنه کړې ده؟؟؟) د کندهار چاودنې مرکزي حکومت هک حیران کړی او وایې چې دغه پېښه څرنګه رامنځته شوې. حنیف اتمر زیاته کړې چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه به سمه څېړنه وکړي او ریښه به یې پيدا کوي.

بلخوا ولسمشر غني ویلي دي چې: (د کندهار پېښه، د کابل او ابوظبي اړیکې نشې زیانمنولی او زیاته یې کړه چې د ملي امنیت شورا د کندهار خونړۍ پېښه څېړي).

ښاغلي اتمر د هغو عناصرو پرضد د مبارزې ټینګار وکړ چې دغه چاودنې یې کړي او ویې ویل چې دغه عناصر به په خپلو موخو کې د پروګرامونو په عملي کولو کې بریالي نشي. هغه څه چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو ترلاسه شوي دا دي چې د کندهار د والي د مېلمستون په دوو څوکیو کې بمونه اېښودل شوي وو!!! په دې ترڅ کې لوړپوړي سیمه ییز چارواکي چې دغه پېښه کې وژل شوي د کندهار مرستیال والي هم پکې شامل دی. د کندهارامنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي سازمان (ای اس ای) وراچولې. هغه سازمان چې د جنرال عبدالرازق په وینا، قسم یې کړی وو څو دغه کار ترسره کړي!!! اوس مهمه پوښتنه داده چې دغه کارکوم سازمان ترسره کړی؟؟؟ کیدای شي مهمه پوښتنه دا وي چې بمونه څرنګه د یوه ولایت په امن اومهم ځای کې ځای پرځای کیږي؟ هغه هم چې هلته مهم بهرني میلمانه ناسته کوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول یې پوښتي او ټول تمه لري چې باید حکومت یې په اړه واضح معلومات وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button