ننگرهار :د سیاسي بندیانو دوسیې په ځنډ سره څېړل کېږي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۴) صابر خپلواک
د ننگرهار محبس سیاسي بندیان وايي، ددوی دوسیې په ځنډ سره څېړل کېږي او د ننگرهار قضايي ارگانونه په درغلۍ کولو تورنوي.
د ننگرهار محبس د سیاسي بندیانو په وینا، په بند کې یې کلونه وشول؛ خو تراوسه یې لا جرم هم معلوم شوی نه دی.
د بندیانو په خبره، د ځانگړو ورځو او د ولسمشر د بښنې په فرمانونو کې هم د محبس چارواکي درغلي کوي او د هغو خلکو نومونه پکې لیکي، چې ډېرې پیسې ورکړي.
د ننگرهار د استېناف څارنوالۍ مشر د بندیانو شکایتونه پرځای گڼي او د دوسیو د نه څېړلو له امله د ننگرهار ځايي چارواکي پړه بولي.
د استېناف څارنوالۍ مشر له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د بندیانو دوسیې دې ژر تر ژره وڅېړي او بې گناه بندیان دي ازاد کړي.
د ننگرهار د استېناف محکمې رييس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده وايي، سلگونه شکایتونه ورته رسېدلي، چې بندیانو کلونه کلونه بند تېر کړی؛ خو لایې جرم معلوم شوی نه دی.
د نوموړي په خبره، تېره ورځ یې د محبس څخه لیدنه وکړه او سلگونه بندیانو ورته شکایت وکړ.
د ننگرهار ولايت ویاند عطاء الله خوږیاڼی هم د بندیانو د دوسیو نه څېړلو ستونزه تائیدوي.
له بل لوري د ننگرهار د استېناف څارنوالۍ رييس محمدولي هاشمي وايي، د ننگرهار په محبس کې داسې بندیان هم شته، چې د قید موده یې پوره شوې؛ خو بیا هم په زندان کې ساتل کېږي.
د ننگرهار په محبس کې اوسمهال د ۳۱ ښځو په گډون ۱۵۰۰ سوه بندیان ساتل کېږي، چې په جنايي، قتل، غلا، زنا او له وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور بندیان دي.


