افغان ژباړونکي : که امریکا د ویزو لړۍ  چټکه نه کړي دوی  به د طالبان په لاس ووژل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) عبدالهادي همت

افغان ژباړونکو د امریکا له حکومته غوښتي چې د طالبانو لاس ته د دوی تر لویدو دمخه هغوي له افغانستان وباسي.

افغان ژباړونکي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران له ۲۰۰۸ کال راهیسي د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو په مټ د خپلو کورنیو له نږدې غړو سره یوه ځای له یو لړ پیچلو او اوږدو پړاونو وروسته امریکا ته بیول کیږي.

چې تر اوسه ۱۱۰۰۰ ویزې افغانانو ته ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې پاتې افغان ژباړونکي  تر بل هر وخت د ویرې احساس کوي او وايي  چې که یې امریکا د ویزو د ورکړي  لړۍ  چټکه نه کړي دوی به یو یو د طالبان په لاس ووژل شي او د و ژني مسئولیت به يې  دامریکایانو په غاړه وي.

دغه افغان ژباړونکي او د امریکا د دولت افغان همکاران چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي په اوږدو کتارونو کې د امریکا د ویزې د تر لاسه کولو لپاره په کابل کې انتظار دي.

د (NO One Left Behind) اداره چې د افغان ژباړونکو د ملاتړ لپآره د امریکا دننه کمپاینونه په لاره اچوي پر وینا، اوس مهال افغان همکاران له ډير لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button