دحزب اوحکومت ترمنځ سوله ولې کمرنګه  شوه ؟

سرلیکنه

دتیریوکال راهیسې دګلبدین حکمتیارپه مشرۍ  دحزب اسلامی ډلې او حکومت ترمنځ دسولې خبرې کابل ته  دپلاوپه لیږلوروانې وې کله به دا خبرې ټکنۍ او کله به ورته دیاد حزب اړونده غړو دومره هوا ورکړه فکربه کیده چې په افغانستان کې به د حکومت یو مخالف هم پاتې نه شي خو دلږ وخت په تیریدو به دحکومت او حزب ترمنځ دسولې مشوړه بیا انجړه شوه.

یوشمیر دولتي او دولت پلوو غیردولتي رسنیوبه ولیکل چې دحکومت او حزب ترمنځ دسولې خبرې اخري پړاوته رسیدلي دي  او په نږدې کې به دیوې لوېې غونډې په رابللو ګلبدین حکمتیاراو حکومت سوله اعلان کړي دا راپورونه غربي رسنیو ښه په مد اوشد خپرول څومره ېې  چې په وس وه هواېې ورکوله.

دحزب اسلامی غړو د حکومت سره دپخلاینې په نامه په زرګونه غیرحزبیان دځانه سره راجستر کړل ډنډوره ېې کړه چې دحزب اسلامی هریو غړي ته اشرف غني یوه یوه نمره ځمکه هم دکورلپاره ورکوي چې له زرګونو غیرحزبیانو څخه دکورونودنمرو په نامه (۱۰۰۰) زر-زر پاکستانۍ کلدارې ټولې کړل شوې، دحزب غړي په حکومت کې لوړو پوستونو او غیر حزبیان د  یوې یوې نمرې ځمکې په تمه بې ډوله اتڼ ته تیار شول.

غربي او په کابل کې یوشمیر رسنیودګلبدین حکمتیارله قوله ولیکل چې دحزب او حکومت ترمنځ دسولې داعلان وروسته به حکمتیار حکومت سره دطالبانوپه پخلاینه کې هم مرسته وکړي او پرطالبانو ېې دسولې غږ هم وکړچې نورله جګړې لاس واخلي اوځماپه څیر حکومت ته تسلیم شي.

دادې څلور میاشتې پوره شوې چې دحزب او حکومت ترمنځ سوله  دموسمي واورې لاندې سړه شوه حکمیتار صاحب دسولې په خاطرله هغه څه تیرشو چې په تیرو۱۵کالو کې ترې نه تیریده ، هغه څه ېې ومنل چې دمخه به ېې نه منل ،هغه څه ته ېې سرټیټ کړ  چې دمخه به ېې  خپل شرطونه په غرورسره یادول .

په شرطونو اشرف غني او بې شرطونو حکمتیار سوله نه کوله خو دواړو دبهرني فشارله امله دزهروغړپ ته غاړه کیښوده، که څه هم ۹۰سلنه حزبیان حکومت کې ونډه لري ځانونه ېې په حکومت کې دمخه ورځای کړي دي خو د حزب د بندیانو د نه خلاصیدو په شمول، د کډوالو د راتګ، د دوی د ادغام، په حکومت کې د حزبیانو د ونډې او د حزب مشر د راتګ په تړاو د حکومت  پڅواوترواوروسړواقداماتو د حزب د غړو تر منځ اندېښنې راپورته کړې.

اشرف غني دحزب سره دسولې هوکړه لیک  لاس لیک کړله لاس لیکه شاوخوا څلور میاشتې تیرېږي، د دغې هوکړې  څخه چې په کومه کمرنګۍ سره ېې  څرنګوالی روان دی حزبي غړی ترې رضایت نه لري.

تیره سه شنبه چې په کابل ، کندهار او هلمند کې هم مهاله چاودنې وشوې دحکومت او حزب ترمنځ ېې  دسولې ومړی مزی وشکاوه ،درسنیوهغه وړاندوینې بې ارزښته شوې چې ویل به ېې حکومت سره به دحزب پخلاینه دطالبانو سره په پخلاینه کې مرسته وکړي.

‎ دحزب اسلامي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې دحزب مشر کابل ته په ورتلو دچاویزې ته اړتیانه لري خو دتیرې سه شنبې دورځې هم مهاله چاودنو دحزب د غړو دحکومت په چوکاټ کې په نظرکې دنیول شوو وزارتونو، بهرهیوادونوکې دحزبي غړو دسفیرانو، په ولایاتو او مرکزکې دحزب ونډې اود نوروخیالونونقشه په بل مخ واړوله چې حکومت دحزب دې ټولې خیالي نقشې ته دهوکړې ځواب نه وایی  .

دحکومت اوحزب اسلامی ترمنځ  اختلاف او دسولې ناکامي په دې ټکي راغله چې حزبي غړي وایی سوله اخري پړاو ته رسیدلې یواځې داشرف غنی او حکمتیارپه ګډون ګډ کنفرانس ته انتظاردی خود جمهور رئیس سیاسي سلاکار  خپلواک وایې چې د روغې جوړې په ټولو موادو کار روان دی خو د هغوی بشپړ تطبیق وخت ته اړتیا لري.

کیدې شي دبهرني فشارله امله اشرف غني له یوڅه ځنډه وروسته زړه نازړه یوڅه دسولې په نامه جوړې غونډه کې ووایي خو په اصل کې دحکومت له لورې دسولې هوکړې ته نه پاملرنه او ورسره دتیرې ورځې هم مهاله چاودنو دحکومت او حزب ترمنځ سوله کمرنګه څه چې ناکامه کړه حزب به هغه څه ترلاسه نه کړي کوم چې ېې  دمخه دسولې په خیالي نقشه کې کښلي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button