بشري حقونو د څار اداره: تېر کال ۸۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي- افغان حکومت د بشري حقونو وضعې په ښه کولو کې پاتې راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) الماس خدرخېل

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، چې افغان حکومت په تېر ۲۰۱۶ميلادي کال کې د بشري حقونو د وضعې په ښه کولو کې ناکام دی.

يادې ادارې  په خپل يوويشتم خپور کړي راپور کې ويلي، چې ګډ حکومت په تېر ۲۰۱۶م کال کې د بشري حقونو په برخه کې هيڅ لاسته راوړنه نه لري.

د يادې ادارې څېړونکي په دغه ريپوټ کې زياتوي، چې په افغان حکومت کې د زورواکو تر منځ رقابت، اختلافات او سياسي اړی ګړی به د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

د څار ادارې ريپوټ زياتوي، چې د ګډ حکومت رهبران د واک د تقسيم په سر  په خپلو کې سره ښکېل دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په اعلامیه کې راغلي، چې په تير ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ۸۰۰۰ غير نظاميان په افغانستان کې وژل شوي او زخميان شوي دي.

د دوی په وينا په تېر کال کې زرګونه هېوادوالو د جګړو له امله خپل کورونه او کلي پرېښي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي.

د يادونې ده، چې په هېوادکې د جګړو او د ګډو ځواکونو د شپنيو چاپو له امله وخت ناوخت په ډله ييزه توګه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، چې بهرنيان او حکومتي چارواکي ورباندې کوم عکس العمل نه ښکاروي.

د بهرنيو ځواکونو د شپنيو چاپو په لړۍ کې يې يوه هم وړمه شپه د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې د يوه عام کس حاجي حضرت اکا په کور وه، چې د عملياتو په جريان کې يې د يادې کورنۍ ۴ تنه ماشومان او درې تنه نور میلمانه ووژل او ۶ کليوال يې د بنديانو په توګه له ځان سره يوړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button