ننګرهار: داعش ډلې يو ځل بيا د ولسي خلکو ۶۵ کورونه وسوځول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۵) الماس خدرخیل

چارواکي وايي، داعش ډلې د ننګرهار ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يو ځل بيا د ملکي کسانو کورونه سوځولي دي.

د چارواکو په وينا دغې ډلې په ياده ولسوالۍ کې ۶۵ ولسي خلکو کورونه سوځولي دي.

د ننګرها ولايت وياند عطاءالله خوګياڼي ازادۍ راډيو ته ويلي چې : “د کوټ ولسوالۍ په بابا غونډۍ او بر سېپاى غرنيو سيمو کې د مرغومي پر ٢۴ مه داعش وسله والوکورونوته  اورونه اچولي، په دغو کورونو کې څوک نه اوسېدل نه هم هلته وسايل وو، ځکه نو ځاني او په لوړه کچه مالي زيان نه لري، ننګرهار والي د داعش دا کار يو وحشت بللى او ډاډ يې ورکړى چې په دغسې وحشيانه حرکتونو سره به داعش ډله د کوټ د ولسونو په منځ کې وېره خپره نه کړي.”

د سيمې د اوسېدونکو په وينا داعش وسلوالو د هغو خلکو کورونو ته اورونه اچولي چې د يادې ډلې سره يې بيعت نه و کړی.

د کوټ ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي امير جان وايي، چې ځکه داعش ډلې د خلکو کورونه سوځولي چې څو ورځې مخکې دغې ډلې اعلان کړی و، که څوک له سيمې څخه تللي وي، نو رادې شي، زمونږ سره دې بيعت وکړي زمونږ اسلحه دې واخلي او که دا کار ونکړي نو زمونږ دښمنان دي. نوموړی وايي، دوهم علت يې د حکومتي چارواکو د عملياتو اعلان و.

په ورته وخت کې د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند د پنځو تنو داعش وسلوالو د وژل کېدلو خبر ورکوي او زياتوي، چې په دې ولسوالۍ کې د داعش د فعالو غړیو اکثريت بهرنيان دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې، د ننګرهار چارواکو خبر ورکړ، چې داعش جنګياليو د دغه ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو ۲۳۰ کورونه وسوزول.

تر دې مخکې هم د افغان چارواکو له قوله داسې راپورونه ورکړل شوي، چې داعش ډلې سره زياتره جنګيالي يې بهرنيان دي او له نږدې ګاونډي هېواد پاکستان څخه يې مالي ملاتړ کېږي.

خو تر دې دمه، پاکستاني چارواکو په سيمه کې د داعش په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button