طالبان: په هغو بهرنيانو بريد نه کوو چې د مرستې لپاره راغلي- د کندهار بريد موږ پورې اړه نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) الماس خدرخېل

طالبانو يو ځل بيا وويل، چې د کندهار بريد په دوی پورې اړه نه لري، دوی وايي د حکومتي چارواکو په واک کې د خپلمنځي شړو او پيسو په سر رامنځته شوی دی.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي له لوري په لېږل شوې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسېدلې پکې د افغان چارواکو ادعاګانې رد کړي او زياته کړې يې ده، چې (د کابل ادارې اړوند مسئولينو د خپل منځي مشکلاتو او دسيسو د پټولو په منظور بيا بيا دا بريد په مجاهدينو پورې وتاړه، ترڅو له یوې خوا ددې پیښې تر شا پټ لاس همداشان پټ پاته شي او له بلې خوا اسلامي امارت د منفي تبلیغاتو هدف وګرځوي).

نوموړي ويلي، د افغان حکومت چارواکي هڅه کوي ترڅو د عربي اماراتو او د اسلامي امارت تر منځ واټن رامنځته کړي.

يوسف احمدي زياتوي، چې اسلامي امارت له پخوا د متحده اماراتو سره ښې اړيکې لرلې او اوس يې هم د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

وسلوالو طالبانو تر دې وړاندې هم په خپلو خبرباڼو کې ويلي، چې په مرسته کوونکو موسساتو او عام المنفعه ځايونو به بريدونه نه کوي، هغه همداراز په دې خبرپاڼه کې هم وايي چې دوی به په  مرسته کوونکو موسساتو او په هغه چا بريد ونه کړي چې د هېوادوالو سره د مرستې لپاره راغلي دي.

احمدي د کندهار د وروستۍ پېښې په تړاو وايي چې ، (د چارواکو ترمنځ د قدرت  د ويش، پيسو او نورو مسائلو په سر سخت کش مکش روان دی، چې د کندهار په ولایت کې وروستۍ مغلقه پيښه د همداسې تربګنیو له امله رامنځته شوې ده).

شاوخوا څلور ورځې وړاندې د عربي متحده اماراتو سفیر او نور دیپلوماتان کندهار ته تللي وو څو د یوه روزنتون د بنسټ ډ‌بره کېږدي، خو د روزنتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته ماښام مهال د کندهار د ولایت د مقام په مېلمستون کې پرې چاودنه وشوه.

په دې پېښه کې د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی بازمحمد جوزجاني، د فاریاب سناتور سراج الدین سفري، د عربي متحده اماراتو پنځه دیپلوماتان له افغان ژباړونکي اجمل قریشي، په واشنګټن کې افغان دیپلومات یما قریشي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مېرمنې وراره او د کندهار د بهرنیو چارو د اداري رییس شاه احمد سعیدي ووژل شول.

د يادونې ده، چې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق د چاودنې له ځای څخه درې دقیقې مخکې ووت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button