د ولسي جرګې مشر: د کندهار په حمله کې حکومت ښایي ښکېل وي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۶) صابر خپلواک
کابل – د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي د کندهار د مېلمستون پېښه د پوښتنې وړ بولي او وايي، په دې کې شک نشته چې د دغه بريد له پلان کوونکو سره د دولت له منځه همکاري شوې ده. د کندهار ولايت په مېلمستون کې د چاودنې له امله د کندهار د مرستيال والي، پنځو بهرنيو ډيپلوماټانو، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو د استازي يارمحمد جوزجاني او په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري په ګډون ١١ کسان ووژل شول او ١٨ تنه نور ټپيان شول چې د کندهار والي او په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفير په کې شامل وو. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمد نعيم لالي حميدزي د کندهار پېښه د پوښتنې وړ وبلله او ويې ويل چې بايد د قضيې د هر اړخيزې څېړنې لپاره د دولت ګډ پلاوى وټاکل شي، ځکه چې دې بريد د خلکو پر وړاندې ځينې شکونه او ګومانونه پيدا کړي دي. د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وویل، په دې کې شک نشته چې په دې برید کې د دولت دننه ځینې کسان لاس لري چې حکومت باید دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
پرون دعربي متحده اماراتو د دوبۍ د پولیسو مرستیال مشر ډګرجنرال (ضاحي خلفان ) هم ویلي و چې دکندهار د برید مسئولیت د افغان امنیتي اداروپه غاړه دی
د یادونې وړ ده چې زیات شمېر کسان د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق په دغه برید تورن وي ځکه هغه له برید نه دری دقیقې مخکې وتلی وو.



