طالبان څوک دي؟ ځانګړی، تاریخي او معلوماتي راپور/درېيمه برخه

کابل ټکی کام ۲۶مرغومي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په تېر پسې…

 دطالبانو د واکمنۍ پر مهال په کراچۍ کې جنرال قونسل مولوي مسیح الله مؤذن کیسه کوي، چې کراچۍ ته د ملا صاحب ورور ملا عبدالمنان آخند د څو زخمیانو سره ورغلی وو، نو یوه ورځ بازار ته ولاړ او ماښام چې کور ته ورغی، نو مؤذن صاحب ورڅخه وپوښتل: «په بازار کې دې څه کول؟»

عبدالمنان ورته وویل: «د ملاصاحب اولادونو ته مې څه چمپلان رانیول، پایزار یې نه درلود»

مولوي مسیح الله مؤذن وايي، ملا عبدالمنان ته مې ویل، ته راواخله! «چمپلان پلاستکي وو، او په هغې وخت کې د هرې جوړې بیه ایله دېرش کلدارې وه.»

(ددې خبرې اهمیت تاسو ته په هغه وخت کې مالومیږي، کله چې تاسو د کابل د اوسنۍ کمزورې ادارې د یوه مامولي رئيس د زوی حالت له نږدې وګورئ، اشرف غني او عبدالله خو دې پرځای پاتې وي.)

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، مخکې له دې چې سفیر شي، په کابل کې د یوه وزارت معین وو، نوموړي ته ملا صاحب یو فراډو موټر ورکړی وو، چې په هغې وخت کې يې څلور لکه کلدارې قېمت درلود، خو نوموړي به له دغه موټر څخه یوازې په دفتري چارو کې کار اخیستو، د کور شخصي کارونه به یې په چینايي بایسکل سرته رسول.

طالبانو په خپل هېواد کې یو مثالي نظام قایم کړی وو، د طالبانو د نظام پر بهتروالي د دوی ټول دښمنان او دوستان قائل وو او دي، د دوی په نظام باندې یوازې کفارو دا نقد کولو چې پوره شرعي نظام یې پلي کړی وو، ځکه شریعت د دوی په اصطلاح د نړۍ نظامونو او بډایانو ته خطر ده.

له دې سره سره چې ملل متحد په طالب مشرانو سخت بندیزونه لګولي وو، خو په یوه راپور کې یې د طالبانو نظام داسې تعریف کړی وو:

«د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو کر د طالب مشر ملامحمد عمر په یوه فرمان صفر فیصدي ته ورسېدو، دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې له افغانستان څخه ۷۰ فیصده هیروئین اروپا او نورو هېوادونو ته قاچاق کېدل.»

د ملل متحد پخواني سرمنشي کوفي عنان له سي ان ان سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو د نظام په اړه ویلي وو:

«د طالبانو نظام د یوه نظام په توګه هېڅ (خو) نه لري.»

همدا لاملونه وو چې د نړۍ ټولو مسلمانانو په یوه غږ له طالب نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، د اسلام په تاریخ کې دا تر عثماني خلافت وروسته په محمدي غرّا شریعت پوښل شوی او یو غرب لړزوونکی  خلافت رامنځته شو، چې ټول مسلمانان (عرب او عجم) په یوه مشر او بیا په (افغاني ملا) پسې اقتداء وکړه او ټولو یو واحد صف اعلان کړ، چې غربیانو ته بالکل د برداشت وړ نه وو.

په نړۍ کې هر بل تنظیم او ټولنه د وخت په تېرېدو سره په څو برخو او ټوټو وېشل کیږي، خو د طالبانو اسلامي امارت باندې د نړۍ ټولو استخباراتي کړیو زور وازمايو، خو هېڅ په لاس ورنه غلل.

د طالبانو د بنسټګر له وفات وروسته نړیوالو داسې فکر کاوو، چې نور به امارت له منځه ولاړ شي، خو د ملا محمد عمر مجاهد له وفات څخه وروسته نړیوالو ته دا ثابته شوه، چې اسلامي امارت د الله تعالی تر خاصې سیوري لاندې خپل کړه وړه پر مخ بیايي او هغه پرې خاص رحمتونه او انوارات وروي او لله الحمد اسلامي امارت د پخوا په څېر متحد، با نفوذه او د سترو فتوحاتو څخه برخمن وو، د نړۍ په کچه سترو مسلمانو مشرانو او د سترو تنظیمونو امیرانو له یوه کشر طالب ملا اختر محمد منصور صاحب سره بیعت اعلان کړ او پر ملا اختر محمد منصور صاحب باندې د مسلمانو مشرانو راټولېدل، یو ځل بیا نړیوال ګوته په غاښ او د سوړ اسویلي ایستلو ته اړ کړل.

که څه هم ځینو خود غرضو کسانو د میډیا له لارې د ملا اختر محمد منصور صاحب پر خلاف تبلیغات پیل کړل، نړیوالو استخباراتو پکې لاسونه واچول او د دوی د قوت لپاره یې له دوی سره مرستې پیل کړې او د اسلامي امارت د تفریق په پروژه کې یې ترې ګټه پورته کړه.

دا چې نوی زعیم هم د لوی ملا صاحب د لاس نیالګی وو، هر بهرني او داخلي چېلنج ته یې په سړه سینه غاړه ورکړه، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب هغه کسان چې په ناپوهۍ کې د مخالفت په غونډۍ ناست وو، د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د منهج د ساتلو لپاره یې اتحاد ته راوبلل، د منصور صاحب همدغې هوښیارۍ او متانت یو ځل بیا اسلامي امارت د پخوا په څېر متحد او پیاوړی کړ او ډېری مخالفینو  یې له مخالفت څخه لاس واخیست او بیعت کولو ته مجبور شول.

د ملا اختر محمد منصور رحمه الله دغو نه ستړي کېدونکو هڅو دا نتیجه ورکړه، چې په نړیوالو یې اسلامي امارت د یوه غښتلي اسلامي تنظیم په حیث ومانه او د ډېریو ګاونډیو هېوادونو باور له افغان دولت څخه پر اسلامي امارت زیات شو او د افغانستان رښتیني واکمنان یې وبلل.

همدا لامل شو چې ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو نور امیرالمؤمنین نه شوای زغملای او په ډېره مظلومانه توګه یې په شهادت ورساوو، خو دوی په دې اند وو، چې د شهید امیرالمؤمنین په شهادت به اسلامي امارت کمزوری او د نړیوالو په نظر کې کم راشي، خو لله الحمد اسلامي امارت چې د افغانستان د متدینو دیني علماوو په لاس جوړ شوی دی او هېڅکله به الله تعالی دغه منور او با عفته صف خراب نه کړي؛ یو داسې مشر او له هغه سره دوه مرستیالان وټاکل شول چې د ټولو دردېدلو مسلمانانو د زړه اوبه وچې او خوښۍ یې په نصیب شوې.

نور بیا….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button