د چین حکومت د ټایوان په اړه د ټرمپ د خبرو غوښتنه رد کړه

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۶) صابر خپلواک

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د تایوان او چین تر منځ په خبرو کې به په سیمه کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ نه کار اخلي خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه رد کړله.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لو کانګ د ټرمپ‌ د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې د متحد چین پر سر مذاکرات نشي کیدلی. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په هر ډول خبرو کې یوازې د  چین خلق جمهوریت  حکومت مشروعیت لري.‌

خو د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیا د همدې تیرې جمعې په ورځ‌ د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکې ویلي دي چې د  متحد چین په شمول په ټولو مسایلو خبرې اترې کیدلی شي.‌

ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو نه ورسته د تایوان د جمهور رئیسي سره هم په ټیلیفون خبرې کړې وې چې چین پرې جدي عکس العمل ښودلی و. دا په تیرو څلویښتو کلونو کې لومړی ځل و چې د امریکا یو منتخب جمهور رئیس د تایوان د رهبر سره رسماً خبرې کوي.‌

ډونالډ‌ ټرمپ په چین انتقاد کوي چې د شمالي کوریا د مهار کولو لپاره جدي عمل نکوي او د خپل پولي واحد ارزښت قصداً ټیټوي چې امریکایي شرکتونه تاواني کړي. چین تر اوسه د ټرمپ د انتقادونو په ځواب کې جدیت ندی ښودلی خو کارپوهان وایي کله چې هغه سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي،‌د چین عکس العمل به هم بدل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button