د دوبۍ پوليسو مشر: که مرسته کوې د م – م ادارې له لارې يې وکړه، هغو لیونیو سپیو ته مه ورځه چې د یو بل په داړلو اخته دي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۶ ) الماس خدرخیل
د متحده اماراتو د دوبۍ د پوليسو مشر ډګر جنرال “ضاحي خلفان” تازه په خپله ټويټر پاڼه د کندهار د پېښې مسئوليت د افغان چاراواکو پر غاړه اچولی او ويلي يې دي، چې (د افغانستان امنیتي ادارو ته د هغې پېښې مسئولیت نېغ په نېغه راجع کیږي چې د اماراتو سفیر او ډیپلوماتانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، ځکه چې چاودیدونکي توکي مخکې له مخکې ځای پرځای شوي وو او د دوی تر واک لاندې سیمه کې پېښه رامینځته شوی).
نوموړی زياتوي، که له بهر څخه دا بريد ترسره شوی وای لا يو لاره وه، خو دا چې په داخل کې چاودنه ترسره کېږي دا يو خاينانه کار دی.
هغه همداراز په خپله ټويټر پاڼه کاږي، که څوک غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي نو د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې له لارې دې وکړي، د خلفان په وينا (پخپله هغو لیونیو سپیو ته مه ورځه چې د یو بل په داړلو اخته دي).
ښاغلی خلفان زياته کړې که په افغانستان کې له خلکو سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کوې (خوري دې او که پخپله یې ورته رغوې وژني دې).
ډګر جنرال ضاحي خلفان وايي چې افغانستان ته یې د امریکايي ځواکونو د ورتګ په وخت کې یو امریکايي ملګري ته وړاندوینه کړې وه چې په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ پلي کول «لیونتوب» دی او امریکایان به ناکامیږي. نوموړی زیاتوي چې امریکايي ملګري يې هغه مهال دا خبره ورسره نه منله خو لس کاله وروسته یې د ده د وړاندوینې تایید وکړ.
ضاحي خلفان د متحده عرب اماراتو د دوبۍ د پوليسو مرستيال مشر دی، نوموړی د ۱۹۸۰ – ۲۰۱۳ کلونو ترمینځ د دوبۍ د پولیسو عمومي قومندان هم پاتې شوی دی.
د يادونې ده، چې د کندهار په پېښه
څو ورځې د مخه د کندهار د والي په میلمستون د برید په نتیجه کې د متحده عرب اماراتو سفیر زخمي شو او پنځه ډيپلوماتانو یې ژوند له لاسه ورکړ، کوم چې کندهار ته د یتیمانو د یو روزنیز مرکز د جوړولو په موخه تللي وو، د نوموړي بريد مسئوليت د افغان حکومت امنيتي مسئولينو پر طالبانو واچاوه، خو وسلوالو طالبانو په بار بار وويل چې که ياد بريد د دوی کار وای د کابل او هلمند د پیښو په څېر به یې ډاګیز مسئولیت په غاړه اخیستی وای، طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې تېره ورځ وويل، چې دولتي چارواکي د خپلمنځي ستونزو او دسیسو د پټولو په منظور په یاد برید کې خپل ککړ لاسونه په طالبانو پاکوي.



