کندز چارواکي: خلک د برېښنا شرکت پرځای خپلې پیسې طالبانو ته ورکوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۶) الماس خدرخیل
د کندوز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په زياتو برخو کې خلک د برېښنا پيسې وسلوالو طالبانو ته ورکوي.
د دغه ولايت د برېښنا رئيس حميدالله حميد رسنيو ته ويلي، چې د کندوز ښار سربېره د ټولو ولسواليو د برېښنا پيسې طالبان ټولوي او حکومت ته يې نه ورکوي.
د کندوز اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ورته اعلان کړی چې د برېښنا د بيلونو پيسې به ټولې طالبانو ته ورکوي.
ځايي خلک وايي، چې په دې ولايت کې زياتره سيمې د طالبانو په ولکه کې دي، له دې امله بايد د طالبانو امر ومني او د برېښنا پيسې هغوی ته ورکړي.
دکندوز د برېښنارئيس حمیدالله وايي، د کندوز برېښنا له تاجکستان نه راغلې او دوی هر کال تاجکستان ته خپله مالیه ورکوي؛ خو اوس د دولت دغه عایداتي سرچینه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې ده.
نوموړی زياتوي، چې د ولسوالیو سربېره د کندوز د ښار د ځینو سیمو د برېښنا پیسې هم طالبان اخلي.
د کندوز د برېښنا شرکت وايي، دوی په کندوز کې ۶۵ زره کورنیو ته برېښنا ورکړې.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د تېرو دوو میاشتو د برېښنا پیسې پنځه سوه زره ډالرو ته رسېږي، چې ټولې طالبانو اخېستي دي.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي و، چې د کجکي، سنګين، موسی کلا او يو شمیر نورو ولسواليو نيمی پيسې طالبان ټولوي.



