مکسيکو: په نايټ کلب وسلوال بريد ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورنو پر بنسټ د مکسيکو د پلايا درکارمن په نوم تفريحي سيمه کې په نايټ کلب يو وسلوال بريد شوی چې پکې لږ ترلږه ۵ تنه وژل شوي او۹ تنه نور ټپيان دي.
ويل کېږي په دې نايټ کلب کې د موسيقۍ جشن روان و چې د وسلوالو له لوري ورباندې بريد ترسره شو.
پېښه تېره شپه رامنځته شوې او پوليسو ويلي چې وسلوالو کسانو د جشن په کډونوالو مخامخ ډزې وکړې او مرګ ژوبله يې واړوله.
د بريدګرو هويت لا نه دی څرګند شوی، خو پوليس وايي د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.



