څرنګه انسان د وینې په فشار اخته کیږي؟

ډاکټرفصیح الله
په عامه کچه نن سبا زیات شمیر وګړي نارینه او ښځینه د وینې له فشاره شکایت کوي چې نږدې په پنځو کسانو کې دوه د وینې د فشار په ستونزه اخته دي.
د وینې د فشار د پیدا کیدا او زیاتوالي لاملونه په لږ توپیر سره دنارینه وو په پرتله په ښځو کې زیات لیدل کیږي خو په ښځواو نارینه ؤ کې د وینې د فشار توپیر د هرې سیمې او ټولنې د شرایطو پورې اړه لرې که نا انډوله خوراک د وینې د فشار په زیاتوالي او پیدایښت کې اهم رول لري نو د سیمې د حالاتو(ماحول)، د ټولنې ژوند او د ژوند د ستونزو ګالل هم د یادولو وړ دي چې زیاتره ښځې د کورنیو ستونزو د ګاللو د تاب نه لرلو په سبب د وینې د فشارپه ستونزه اخته شوې دي.
که پور تنۍ ستونزې چې یادې کړل شوې او یا د مخه دنا انډوله خوراک څخه ډډه وکړل شي نه به نارینه او نه ښځینه د وینې په فشاراخته شي.
که د وینې د فشار په له منځه وړلو کې ناغیړي ونه کړل شي څوک به د هیڅ ډول ستونزې سره مخ نه شي لومړی خو باید د وینې په فشار اخته شخص په مکمل ډول د طبیب د لارښوونې سره سم خوراک وکړي چې طبیب تل د مالګې خوږواو غوړو په نه او کم خوراک ټینګارکوي خو ورسره هغه خوراک هم پکار دی چې د وینې دفشارپه کمښت کې مرسته کوي.
دورځني خوراک ترڅنګ یوشمیر وچې او لندې میوې هم شته چې د وینې د فشار په کنترول او کمښت کې مرسته کولای شي چې موږېې له وچو میوو څخه پسته هم یادولای شو.
روغتیا پوهانو په خپلو روغتیاېي څیړنو کې ښودلې ده چې د انسان په بدن کې سټرس د وینې د فشارسبب ګرځي او پسته کولای شي سټرس له منځه یوسي؛ د روغتیا پوهانو په اند پسته یوشمیر ګټې لري چې د ذهني توازن د ساتلو ترڅنګ د وینې د فشار په کمښت او کنټرول کې د پستې خوراک اړین دی، که په عادي ډول سره یوانسان د وس او توان سره سم شلوورځو کې پنځوس ګرامه پسته هم وخوري د وینې د فشار او د غاښونو له درده به وژغورل شي.
- لکه د نورو وچو میوو په څیر پسته هم له ګټورو اسیدونو سرچینه اخلي او په زیاته کچه پولیفنولونه، غذایي فیبرونه او انتي اکسیدان هم لري.
پسته د رسوراترول، لوتيین، کرستین او نارنژنین لرونکې وچه میوه ده، چې دغه ترکیبات دانسان په بدن کې سټرس له منځه وړي او بله دا چې پسته پوتاشیم لرونکې هم ده چې دونیې فشار منظم ساتي ځکه خو د وینې د فشار په کمښت کې ېې رول مهم یاد کړل شوی دی.
که امیندوارو ښځو ته د اولاد د زیږون دمخه پسته ورکړل شي نو نه یواځې داچې موربه ېې ښه سټه ولري بلکه اولاد به ېې هم سالم،ښکلې ، غوښن اوهډمن وي.



