مصر: په وسلوال بريد کې ۸ پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل
په مصر کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد شوی، چې پکې ۸ تنه وژل شوي او يو تعداد نور ټپيان دي.
د مصر امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه د وادي الجدید په سیمه کي شوې، د دوی په وينا نا معلومو کسانو د پولیسو پر یوه پوسته ډزي کړي، چې له امله یې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مصر د روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د پېښې له ځای څخه ورته د ۸ مړو او ۳ ټپيانو جسدونه وروړل شوي دي.
د دې بريد مسئوليت کومې وسلوالې ډلې تر دې دمه په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې ځينې بريدونه شوي چې پړه يې داعش ډلې منلې ده.
شاوخوا لس شپې وړاندې وسلوالو د مصري ځواکونو پر يوه پوسته سرتیری بريد وکړ چې ګڼو پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.



