ولسي جرګه: د دوستم او احمد ایشچي قضيه د افغانستان د بدنامۍ لامل شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) عبدالهادي همت

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د ولسي جرګې غونډي ته وویل د جنرال دوستم او احمد ایشچي دعوه د افغانستان د خلکولپاره بد ناموونکي پیښه ده.

ابراهیمي له عدلي او قضایې ارګانونو غوښتنه وکړه چې د جمهوری ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم اواحمد ایشچي د قضيې پلټنه وکړي ځکه داموضوع د افغانستان دخلکو اوحکومت لپاره یوه بدناموونکې موضوع ده ابراهیمي وویل چې څومره ژر کیدلایشي باید داموضوع وڅیړل شي

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد ویلي که د جنرال دوستم او احمد ایشچي موضوع واقعیت ولري او کافي اسناد موجود دوستم د دې هیواد د دوهم فرد په حیث له منصب څخه ګوښه شي

الله ګل مجاهد زیاته کړه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې له اکبربای سره عیني عمل شوی و باید دهغه هم پلټنه وشي که ثابته شي او کافی اسناد وجود ولري دوستم باید د هیواد د دویم فرد په حیث استعفا ورکړي مجاهد ویلي موږ پوهیږو چې دسیسې به موجودي وي خو تحقیقات باید وشي که روښتیاهم داسي څه پیښ شوي وي دوستم باید له خپلې دندي لاس په سرشي

د ولسي جرګې بل غړي عبدالولي نیازي ویلي: د جمهوري ریاست لومړی مرستیال په داسي حال کې په جنسي تیري متهم کیږي چې موږ له زرګونو مشکلاتوسره مخ یو حکومت باید ژرترژره یو مناسب تصمیم ونیسي او ښاغلی دوستم دي دامشکل له قانوني لارو حل کړي او د مطبوعاتو په مخ کې دی ودریږي

نیازی زیاته کړه د افغانستان ټول وګړي د قانون په وړاندي یوشان مسئول دي د تعجب ځای دی چې تراوسه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال اونه یې هم کوم ویندوی د موضوع په ارتباط رسنیوته څه ویلي که دا موضوع یوه توطیه وي باید د مطبوعاتو په مخ کې ووايې چې دا توطیه ده  او که جنرال دوستم په دې قضیه کې دخیل وي نور باید په دې اسلامي ملک کې فعالیت ونکړي

احمد ایشچي د جنرال دوستم له سیاسي مخالفینوڅخه دی پخوا د جنبش ملی معاون و ایشچي ادعالري چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال دوستم او محافظینويې دی وهلی دی، جامې ورڅخه ایستلي دي اوپه ده یې جنسي تیری کړی دی

ارګ هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې وه چې کې ویل شوي و چې ددې موضوع په ارتباط به پلټني ترسره کوي او عدلي اوقضايې ارګانونه به له پلټنو وروسته تصمیم نسي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button