ملګري ملتونه: په يمن کې د حوثي ياغيانو په جګړه کې ۱۰ زره کسان وژل شوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) الماس خدرخیل

د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې په یمن کې د حوثي ياغيانو او د سعودي عربستان تر منځ په جګړو کې لس زره تنه وژل شوي دي.

د يادې ادارې يو تن چارواکي جيمي مک ګلدريک رسنيو ته وويل، چې “اټکل دا دی چې په دې جګړه کې کابو لس زره کسان وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. ”

د هغه په وينا په ميليونونه نور وګړي په دې هېواد کې د خوړو له کمښت سره مخ شوي او جګړې زيانمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حوثي ياغيانو او د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف تر منځ جګړې له ۲۰۱۵ م کال راوروسته سخته شوه او لکونه خلک کډوال شول.

سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د منتخب دولت بېرته واکمنېدو په موخه د یمن جګړه کې ځان ښکېل کړ.

ملګرو ملتونو د یمن جګړه په ګرده نړۍ کې د ناوړه ناورین یوه لویه بېلګه بللې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button