د امریکا د کانګریس ۲۶ غړي د ټرمپ د لوړي مراسمو ته نه ځي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۹) صابر خپلواک

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو د مجلس د یو تجربه کاره غړي په هکله د ښاغلي ټرمپ د انتقادي څرگندونو وروسته د کانگرس ٢٦ غړو ویلي دي چې د ټرمپ د تحلیف په مراسمو کې گډون نه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس لوړه هغه مراسم دي چې تل یې ددې هیواد سیاسي گوندونه متحد کړي دي، خو سږکال ٢٦ دیموکرات وکیلان د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه نه اخلي.

ټرمپ به د جمعې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس په مقر کې په داسې حال کې د امریکا د نوي منتخب جمهور رئیس په توگه لوړه وکړي چې د هغه سیاسي دریځ جنجالي شوی.

په متحده ایالاتو کې یوه نوې عامه نظر پوښتنه ښیي چې په سلو کې ٥١ امریکایان ښاغلي ټرمپ ته د واک په انتقال ناراضه دي.

دغه نظر پوښتنه د ښاغلي ټرمپ د یو سخت انتقادي ټویټ له خپرولو د مخه شوی چې په هغه کې یې د کانگرس په پیژندل شوي غړی جان لویس چې د مدني حقوقو له مشرانو څخه دی انتقاد کړی دی.

ښاغلي لویس ویلي دي چې ټرمپ د مشروع جمهور رئیس په توگه نه گڼي، ځکه د هغه په وینا روسیې د ټرمپ په بریالیتوب او د هیلري کلنتن په ناکامۍ کې رول درلودلی دی.

خو ټرمپ په غبرگون کې ویلي دي چې د کانگرس د استازو د مجلس دغه غړی د انتخاباتو له نتیجو نه د ناسم شکایت پر ځای باید خپل وخت د موکلینو سره په مرسته کولو تیر کړي.

د بروکینگز د څیړنیز مرکز څیړونکی جان هودک وایي چې د انتخاباتو غیر معمول جگړه ییز طبعیت چې د بهرنۍ مداخلې گواښ هم پرې سیوری اچولی دی، ددې سبب شوی چې یو شمېر وکیلان د لوړې په مراسمو کې له گډون ډډه وکړي.

د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس د سی بی ایس تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د ښاغلي لویس له قربانیو څخه په مننه ویلي دي چې دونالد ټرمپ له ځانه د دفاع حق لري.

همداشان د ښاغلي ټرمپ د دفتر رئیس رینس پریبیوس ویلي دي چې د جان لویس څرگندونې غیرمسؤولانه وې او اور ته یې لمن وهلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button