کابل ټکی کام ۲۹مرغومي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوباما نیوکه کړې ده، چې نوموړی غواړي تر څو د ټرمپ مشروعیت تر پوښتنو لاندې راولي.
نوموړي دغه څرګندونې په مسکو کې د مالدیف ولسمشر ایګو دودون سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې کړي دي.
نوموړی دغه نیوکه داسې مهال کوي، چې اوباما به دوه ورځې وروسته خپل واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري.
پوتین وویل:
«ځینې کسان چې واک بل چا ته سپاري، نو په سوله ییزه توګه یې سپاري، خو یو شمېر داسې کسان هم شته، چې نه غواړي، واک وسپاري او ولاړ شي، د اوباما اداره هم نه غواړي، چې واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري او ولاړ شي.»
پوتین همدا راز وویل، کله چې ټرمپ د روسیې سره د ښو اړیکو جوړولو یادونه وکړه، نو سمدلاسه دا ډول ادعاګانې خپرې شوې، چې ګواکي روسیې د امریکا په ټولټاکنو کې مداخله کړې ده او نوموړي دا ډول ادعاوې بې بنسټه وبللې.
















