(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۹) الماس خدرخېل
د افغانستان بدخشان چارواکي وايي، چې د سړې هوا له کبله په دې ولایت کې درې ښځې او یو سړی مړه شوي.
پېښه د دغه ولایت په واخان ولسوالۍ کې د پامير په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت مطبوعاتي څانګې ويلي، چې په ياده سيمه کې شپږ تنه نور سړې هوا بې هوښه کړي او د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوي.
واخان د بدخشان له لرو پرتو ولسوالیو څخه يوه ده، چې هر کال یې لسګونه وګړي د سړې هوا، روغتیایي خدماتو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله مري.
بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت ولايت دی، چې هر کال پکې له نورو ولايتونو د واورو ډير ورښت کېږي او په لوړو څوکو يې ګڼ قرغیزي وګړي اوسېږي.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: ”ددغو سیمو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او له حکومته یې غوښتنه دا ده چې ستونزې یې په هره ممکنه لاره چې وي حل کړي، که نه بشري ناورین به رامنځ ته شي”.


















