باوري سرچينې: د چارواکو تر منځ د واک په سر اختلافاتو زور اخيستی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۹) الماس خدرخېل

د فراه ولايت څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د ياد ولايت د چارواکو تر منځ د واک په سر اختلافات او شخړې زياتې شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې په دغه ولايت کې تېره ورځ د والي پر ضد سيمه ييزو چارواکو د ملاتړو له لوري لسګونو کسانو لاريون وکړ  او د والي د ګوښه کېدلو غوښتنه يې کوله.

سرچينه زياتوي، چې لاريون کوونکو د ولايت مخې ته خيمې ووهلې چې وروسته د دوی تر منځ ډزې هم تبادله شوې.

د سرچينې په وينا لاريون کوونکو پر حکومت نيوکې کولې او ويل يې چې حکومت دامنیت په راوستلو کې پاتې راغلی ،ځینو یې ویل ولې ‌په فراه ولایت کې په پښتو ژبه مکتوبونه صادر شوي دي.

اصف ننګ وايي چې په هیواد کې د پرمختګ او سوکالۍ دښمنان نه غواړي‌چې خلکو ته ګټه ورسېږي ،بلکه تر ډېره بریده یې هڅه داوي‌چې دپردیو ګټې پالي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې لا هم د چارواکو تر منځ د واک پر سر اختلافات موجود دي، چې د همدې لړۍ يوه برخه يې څو ورځې د مخه د کندهار ولايت په ملمستون کې چاودنه وه، چې د پېښو شنونکي يې د چارواکو تر منځ د اختلافاتو د لړۍ يوه برخه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button