( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۹) صابر خپلواک
د امريکا د متحده ايالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي، چې افغانستان کې طالبان ورځ له بلې ډېرېږي او دا جګړه به پای ونه مومي. نوموړي دا څرګندونې د جرمني له «بيلډ» ورځپاڼې سره مرکه کې کړې دي.
ټرمپ زياته کړې ده، چې امريکا افغانستان کې په داسې جګړه اخته ده، چې پای به ونه لري. موږ افغانستان کې په داسې جنګ کې يو، چې هيڅکله به پای ونه مومي.
امريکايي ولسمشر وويل: د امريکا متحده ايالات له اوولسو کلونو راهيسې افغانستان کې دي، خو هلته ګواښ ورځ له بلې زياتېږي. که سړی د طالب جنګيالو شمېر ته پام وکړي، نو هغه کال تر بله زياتېږي. سړي ته پوښتنه پيدا شي، چې هلته څه روان دي؟
دا لومړی ځل دی، چې ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان په اړه دا ډول غږېږي. پخوا ګومان کېده، چې نوموړی به له افغانستانه امريکايي سرتېري وباسي، يا به يې شمېر کم کړي. خو د نوموړي دفاع وزير څو ورځې وړاندې ټينګار وکړ، چې افغانستان سره به خپله همکاري جاري وساتي.
ټرمپ پر عراق د امريکا بريد هم يوه ستره تېروتنه وبلله او سوريه کې د امریکا سياست يې هم ناکام وباله.


















