دسکاټلنډ یارډ پولیس هم د کندهار د پېښې څېړلو  لپاره کندهار ته راغلي .

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۹) صابر خپلواک

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د والي پر مېلمستون د برید څېړنې لپاره د  «سکاټلنډ یارډ پولیس» هم دغه ولایت ته رسېدلي.

جنرال رازق تېرماښام کندهار کې خبریالانو ته وویل، د سکاټلنډ یارډ په نوم د بریتانیې پولیسو دغه ډله تېره ورځ کندهار ته راغلې او د پېښې په څېړلو یې پیل کړی دی.

نوموړي تېره ورځ ویلي و، د والي پر مېلمستون برید په کوټه کې په یوه مدرسه کې طرحه شوی و.

د کندهار پېښې څېړنې لپاره د متحده عربي اماراتو، د ولسمشر غني د سلاکار محمد داوود گلزار او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پلاوي دغه ولایت ته تللي او څېړنې کوي.

تراوسه  د یاد برید په تړاو اوولس کسان نیول شوي، چې ډېری یې امنیتي ځواکونه او د کندهار د ولایت کارکوونکي دي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په لومړیو ورځو کې ویلي و، چې دغه برید طالبانو د حقاني شبکې په مرسته ترسره کړی؛ خو د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق یې بیا پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې ای ایس ای اچولې وه.

د کندهار د والي پر مېلمستون برید کې د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه الکعبي ټپیان شوي وو  او په وژل شویو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرگه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرگه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن وژل شوي وو.

طالبانو په خپله خپره کړې اعلامیه کې د کندهار په پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه برید یې د افغان چارواکو خپل منځي اختلافاتو له امله بللی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button