افغان پوځ: په تېرو ۴۸ساعتونو کې ۱۹ تنه افغان پوځيان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۳عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د افغان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد په مختلفو سیمو کې د عملیاتو پر مهال په تېرو ۴۸ساعتونو کې د دوی ۱۹تنه جنګیالي وژل شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي دي چې یاد وژل شوي پوځیان د طالب جنګیالیو په مخامخ نښتو او په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ افغان دولت پخپله خپره شوې خبرپاڼه کې ادعاء کوي چې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۱۹۷ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي، او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي او ۱۶ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button