(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) الماس خدرخیل
ډونالډ ټرمپ د امريکا متحده ايالاتو د پنځه څلوېښتم جمهوررئيس په توګه د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
ټرمپ تېره ورځ د وفادارۍ لوړې مراسمو کې وويل، چې له هر څه مخکې به امريکا ته لومړيتوب ورکوي، نوموړي زياته کړه، چې د امريکا متحده ايالاتو د سرحدونو خونديديتوب او د دغه هېواد صنعت ته به پراختيا ورکوي.
هغه په خپله وينا کې وويل: (ننني مراسم ډېره خاصه معنى لري، ځکه موږ نه يوازې له يوې ادارې بلې ته، يا هم له يوه ګوند څخه بل ته قدرت انتقالوو، بلکې موږ قدرت له واشنګټن ډي سي څخه اخلو او بېرته يې تاسو خلکو ته درسپارو.)
هغه همداراز وويل، چې د نورو هېوادونو له پوځونو سره مو همکاري کړې، په غموونکې توګه مو خپل پوځ تخليه کړى؛ د نورو هېوادونو د سرحدونو ساتنه مو کړې، خو د خپلو سرحدونو دفاع ته مو شا اړولې ده.”
د لوړې په مراسمو کې د وينا پر مهال، ټرمپ د رسنيو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، (د جعلي خبرونو مخه به نيسي او د خپل هېواد نوم به داسې ځلوي چې هر څوک يې لار تعقيب کړي).
د امريکا د ۴۵ ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ټرمپ ويلي، چې داعش او نورو تروريستي ډلو ته به ماتې ورکوي.
د ټرمپ د لوړې تر مراسمو يونيم ساعت مخکې ګڼو فعالانو د ټرمپ پرضد مظاهره وکړه، دوى پر دکانونو او نورو تاسيساتو د کاڼو ګوزارونه کول او له پوليسو سره يې شخړه وکړه چې په ځواب کې پوليسو ورباندې کيمياوي سپرې او بېسدوونکي بمونه وکارول.
د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو د لمانځلو لپاره سلګونو زره کسان په واشنګټن کې راټول شوي و.
جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د نومبر مياشتې د اتمې نېټې د انتخاباتو په نتيجه کې خپلې سيالې کانديدې، ډيموکراټې هلېرې کلېنټن ته ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل دی، چې د امريکا زرګونه خلک د يو منتخب ولسمشر پر ضد لارون کوي او د هغه د نه منلو غږ پورته کوي.


















