تبصره
د۱۵کالو راپه دې خوا په افغانستان کې د سولې په نامه ولس ته دوکه ورکول کیږي چې په هېودا کې د سولې لپاره هڅې روانې او ترڅه حده ېې پرمختګ کړی دی خو په اصل کې په ځای د دې چې په هېواد کې سوله راشي جګړو نورهم زوراخستی دی.
په هېواد کې د جګړې د پای نه بلکه دوام لپاره د سولې په نامه شورا جوړه شوه، بې شمیره اشخاص پکې په یوه اوبل نامه وردننه کړل شول، بې حسابه لګښتونه وشول، د جمعیت مشربرهان الدین رباني هم پکې خپل سروخوړ خو داچې د سولې شوراپه افغانستان کې د سولې لپاره نه ده جوړه شوې تراوسه سوله چا ونه لیده او نه ولس پرحکومت داباور لري چې په افغانستان کې به سوله راشي.
د سولې په شوراکې ګډ د شوراغړي هم په دې باوردي چې د حکومت په روانه بلواکه پالیسۍ هیڅ وخت سوله نه شي راتلای خو د پراخو ډالري معاشونو په ورکولو په میاشت کې یو ځل دوه د سولې په نامه ناسته کوي.
د سولې په شوراکې یوشیمر غړوته په شوراکې د ګډون حق ورکړل شوی دی خو د سولې په اړه د څه ویلو حق نه لري خو بیاهم تیره ورځ د سولې د شورا د نړیوالو چارو سلاکار اسماعيل قاسميارویلي چې د افغانستان د سولې بهير پېچلى شوى او د سولې راوستل د دې شورا له وړتيا اوصلاحیته لوړه موضوع ده.
دا اعتراف قاسمیا په هغه ناستغونډه کې وکړچې د هېواد اوسني وضعيت په تړاو د “سولې، رسنيو او حکومتولۍ انستيتيوت” لخوا کابل کې جوړه شوې وه.
قاسمیارله اوږده مهال وروسته دا ومنله چې د حکومت هلې ځلې د سولې په نامه ولس ته هیڅ په لاس ورنه کړل، په دې ېې هم اعتراف وکړ چې د سولې په اړه وروستيو دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو ناستو چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو په ګډون جوړې شوې نه داچې هېواد ته ېې سوله راوستله بلکه د سولې بهير ېې لاپسې پېچلى اوستونزمن کړ.
د حکومت په امنیت ، ښې حکومتولۍ، د فساد د مخنیوي، له امنیتي لیکو څخه د ځوانانو د تیښتې او نورو ناکامیوترڅنګ یوه ستونزه داهم ده چې دولتي چارواکي له یوې خوا پر ګاونډیانو په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او لاسوهنوتورونه لګوي او د بلې خوابیا وایي چې ګاونډنیان په افغانستان کې د سولې په اړه د اخلاص عملي قدمونه، نه پورته کوي.
په کابل،اسلام آباد او چین ګې دامریکا، افغانستان، پاکستان او افغان چارواکو لخوا غونډې وشوې هیڅ لاس ته راوړنه ېې ونه لرله پرهغې د حکومت بې واکه چارواکې نیوکه نه کوي خوچې د مسکوغونډې ته نه وو وربلل شوي واېې د مسکوغونډه د نړيوالو اصولو خلاف کار و.
په افغانستان کې چې سوله ناکامه ده شناندي ېې بیلابیل لاملونه څرګندوي خو زما په اند د موجوده حکومت ناسمې حکومتولۍ، ناکامې پالیسۍ اونړیوالوسره د ښواړیکونه ساتل ېې ستر لامل دی.
په افغانستان کې به څرنګه سولې ته زمینه برابره کړل شي مخالفینوسره څه چې خپله هم په یوه دستارخوان دوه ډاکټران ناسته نه کوي، په حکومت کې ېې لوړپوستونه په شیرخط ویشلي، بهرنیوهېوادونوته ېې سفیران په ګوندي ویش سهم لیږلي او د اختلافاتوله امله په هېواد کې نا امني له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي.
په دې خو د حکومت ټول چارواکې قانع دي چې په هېوادکې دجګړودوام دبهرنیوپوځونو په شتون پورې تړلی دی که بهرنیان نه وي جګړه به نه وی ځکه خو امریکا له افغانستانه په بشپړه توګه خپل پوځونه، نه باسي.
د تیرې ورځې په غونډه کې خو قاسمیار یواځې دا اعتراف وکړ چې: بهرني پوځونه چې د سولې او امنيت راوستو لپاره راغلي وو، ونه توانېدل او يا يې ونه غوښتل چې سوله ټينګه کړي او سوله ېې د سولې د شورا له وسه و ویستله ، که په همدې اړه يې بله ناسته وکړه بیا به په دې هم اعتراف وکړي چې سوله یواځې دسولې د شورا نه بلکه د حکومت له وسه هم وتلې ده.


















