بلخ: د بزکشۍ په ميدان کې چاودنې ۲ تنه وژلي درې نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲ ) الماس خدرخیل

د بلخ ولايتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ د بز کشۍ په يوه ميدان کې چاودنې ۲ تنه وژلي او درې تنه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد رسنيو ته وويل چې چاودنه په موټرسايکل کې د يو ځاي پرځاي شوي ماين له امله رامنځته شوه، او دوه تنه يې ووژل.

نوموړي وويل، دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې د محلي پوليسو د يو قومندان په موټر هم په تاشقرغان کې يوه چاودنه وشوه چې نوموړی قومندان او دوه ساتونکي يې ووژل شول.

د هغه په وينا په دې چاودنه کې درې تنه ملکي کسان هم زخميان شوي دي.

فرهاد زياته کړه، چې چاودنې وروسته له هغې رامنځته شوې، کله چې خلک د بزکشۍ له ميدان نه په وتلو کې شول.

د بلخ چارواکي وايي د هغې چاودنې په باب يې څېړنې پيل کړي چې په نتيجه کې يې پرون د ولسي پاڅون يو قوماندان (زمری) له خپل ساتونکي سره ووژل شو.

په اربکي قومندان زمري باندې د چاودنې مسؤليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، چې نوموړی يې د يو ځای پرځای شوي ماين په واسطه له خپلو درې ساتونکو سره له منځه وړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button