کرم ايجنسۍ: پاړه چنار بازار کې چاودنې ۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲ ) الماس خدرخیل

د پاکستان د کرمې ايجنسۍ د پاړه چنار له ګڼې ګوڼې په ډک يوه بازار کې چاودنه شوې، چې پکې لږ ترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.

چاودنې د پاکستان د پاړه چنار شمال غرب په مرکزي ښار کې رامنځته شوي دي.

ټپيان د کرم ايجنسۍ نږدې روغتونونو ته د تداوۍ په موخه وړل شوي دي.

په کرمه ايجنسۍ کې يې شيعه وګړي زيات اوسېږي، چې د ۲۰۱۳ م کال په نيمايي کې په دغه سيمه کې د شيعه ګانو په ګڼه ګوڼه کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې او د ۱۸۳ کسانو د ټپي کېدلو په ګډون پکې ۵۰ تنه ووژل شول.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي،چاودنه نن سهار د پاړه چینار د سبزۍ او تازه مېوې په یوه مارکېټ کې شوې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

تر دې دمه د چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button