ملي مشارکت ګوند: د افغانستان د پارلمان ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۵) الماس خدرخیل
د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رئيس نجیب الله کابلی وايي، چې د افغان پارلمان ۲۵ سلنه غړي د ايران جاسوسان دي او همغه هېواد ته کار کوي.
نوموړي ازادۍ راډيو ته په خبرو کې د دغه کسانو نومونه وانخستل، خو زياته يې کړه چې دی له ځان سره مؤثق اسناد لري.
هغه وايي:”زه چې کله وایم د افغانستان د کابینې ۲۵ سلنه غړي د ایران جاسوسان دي زما هدف دا دی، کله چې د ګمارنو وخت کېږي، تر هغه چې د ایران له سفر او د ایران له دولت نه تائیدي وانهخلي اصلاً ځیني مشران هغوی نهمعرفي کوي، اوسیې ځای نهدی چې زه د دغو رهبرانو نومونه واخلم، زه پر خپلو څرګندونو ولاړ یم او مؤثق اسناد هم لرم، زه پر افغان ولسمشر غږ کوم، هغه وزیران چې له بهرنیو کړیو سره اړیکې لري دوی دې له دندو ګوښه کړي.”
د کابلي په وينا د افغانستان په حکومت کې د ایران د نفوذ مسئلهیې له چارواکو سره شریکه کړې او له دوی څخهیې غوښتي چې په دې برخه کې به په جدیت سره څېړنه وکړي.
بل پلو د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي، تر هغې چې کابلي په دې اړه اسناد او شواهد نه وي وړاندې کړي دوی په دې اړه رسمي نظر نه شي څرګندولی.
تر دې وړاندې هم د دغه ګوند مشر په افغان چارواکو دغه ډول څرګندونې او نيوکې کړي دي.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وايي:”په هر دولت او ټولنه کې چې حاکمیت، دولت او حکومت وي، که چېرې بهرني هېوادونه د خپلو جاسوسانو پر مټ نفوذ کوي او د هغه هېواد وګړي د جاسوس په توګه ګماري دا د یوه هېواد استقلال، حاکمیت او د ملي ګټو لپاره د شرم ځای دی.”



