په لومړي ځل د امريکا نه ۹۲ ناقانونه کډوال وويستل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) الماس خدرخیل

په همدې تړاو د کينيا د دولت يوه وياند ايريک کيرايثي رسنيو ته ويلي، چې د ويستل شويو کډوالو ۹۰ تنه يې د سوماليا او ۲ تنه د کينيا هېواد وګړي دي، چې نايروبي ته رارسېدلي دي.

نوموړی زياتوي، په داسې حال کې دا کډوال خپلو هېوادونو ته استول شوي چې دوی ته د امريکا د دولت له لوري هيڅ ډول خبرداری نه دی ورکړل شوی.

د رسمي تړونونو له مخې کله هم چې امريکا د کوم هېواد کډوال خپلو هېوادونو ته بیرته ستنوي بايد هغه هېواد ته خبر ورکړي.

د امريکا متحده ايالاتو لا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د يادونې ده، چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې د ولسمشر د ټاکل کېدو وروسته به، په امريکا کې ميشت ۳ ميليونه ناقانونه کډوال له هېواده اوباسي او هم به له مکسیکو سره د امریکا پر ګډه پوله دېوال جوړ کړي چې په وینا یې د ناقانونه کډوالو او نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیوله شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button