جوزجان چارواکي: د سړې هوا له کبله ۲۷ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) الماس خدرخیل
د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا له کبله ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا ټول وژل شوي ماشومان دي، چې تر پنځو کلونو کوچني ول.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر رسنيو ته ويلي، چې (مونږ د سړې هوا او زياتې واورې له کبله ۲۷ ماشومان له لاسه ورکړي او دغه ماشومان له درې ورځو راهيسې وژل شوي دي).
هغه زياته کړه، چې د تړلو لارو او زياتې يخنۍ له امله د وژل شوو کسانو شميره تر دې هم زياتيدلی شي.
په دې ولسوالۍ کې ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې چې ټولې لارې يې تړلي دي.
د جوزجان د والي وياند رضا غفوري پېښه تائيدوی او وايي چې د ولسواليو اړمنو خلکو ته به بيړنۍ مرستې ور ورسول شي.
د يادونې ده، چې د افغانستان په شمال کې هر کال د سختې يخنۍ له کبله لسګونه تنه وژل کېږي، چې لا هم دولت د دې پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.



