ټرمپ په افغانستان کې د سرتيرو پر زياتولو غور کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۷) الماس خدرخیل

افغان چارواکي وايي، چې د امريکا نوی ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر زياتولو غور کوي.

د چارواکو په وينا ډونالډ ټرمپ په تېر دسمبر مياشت کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټلفوني خبرو کې دا ژمنه کړې وه.

د والسټريټ ژورنال د راپور پر بنسټ ټرمپ هغه مهال ټاکلی ولسمشر و چې اشرف غني ته يې په ټيليفوني خبرو کې وويل: (چې د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتل غواړي او له ارزونې وروسته به په دغه هېواد کې د نورو ځواکونو پر وړاندیز هم غور وکړي).

په افغانستان کې امريکايي ځواکونو او سپينې ماڼۍ له ډيرو څه ويلو ډډه کړې، خو پنټګان بيا وايي چې په نږدې وخت کې د امریکايي ځواکونو د زياتولو لږ څرک ليدل کيدلی شي.

په ورته وخت کې افغان طالبانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په تازه خپور کړي لیک کې ویلي، چې له افغان جګړې دې لاس واخلي.

طالبانو د لیک په خپرولو سره پر نوموړي غږ کړی، چې په افغانستان کې له ۱۵ کاله “بې ګټې” جګړې دا زده کړي، چې دا جګړه د “هیچا” په ګټه هم نه ده.

په دغه ليک کې ويل شوي: (ښايي امریکا اړه نه وي، چې دا بې موخې جګړه وغځوي او د امریکايي چارواکو مسوولیت دی چې نور دې غمیزې ته پای ټکی کېږدي). که نور هم امریکايي ځواکونه زموږ د هیواد اشغال ته دوام ورکوي او موږ په خپل کور کې د عزت او خپلواکۍ ژوند ته نه پریږدي؛ نو معلومه خبره ده چې جګړه زموږ مجبوریت او په عین وخت کې مشروع حق دی.)

وسلوالو طالبانو په لیک کې دا هم ویلي، چې د امریکا په مشرۍ امریکايي ځواکونه “هره ورځ په افغانستان کې بې ګنا ماشومان، ښځې او ځوانان وژني، کورونه، سوداګریز مرکزونه، روغتونونه او کروندې يې له منځه وړي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button