د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۸) عبدالهادي همت
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت څلور تنو لوړپوړو چارواکو استعفا وړاندې کړه.
د ډونالډ ټرمپ د واک په لومړۍ اونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت اداري مرستیال پیټریک کینیډي، د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه مرستیالانو جایس بار او میشل بوڼد او د سفارتونو د دفتر مشر جینټري سمیت استعفا وړاندې کړه.
یادو څلورو تنو ډیپلوماټانو له کلونو راهیسې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کوی او په دې ادارې کې یې تر نورو ډیره تجربه درلوده.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې “ددې خلګو تشه ډکول به ډیر سخت وي.”
ډیپلوماټانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې ولې له دندې نه لاس په سر شوي دي.



