يوه ملايکه چې د جمعې په ورځ محمد(ص) ته درود شريف رسوي!

استاد حمزه افغان

په محمد( ص) باندې درود شريف ويل هر وخت ډير زيات اجر لري خو د جمعې په ورځ درود شريف ويل ډير اجر او فضيلت لري.

 وعن اوس بن أوس (رض) قال:  قال رسول الله (ص) ان من افضل ايامکم يوم الجمعة، فأکثروا على من الصلاة فيه، فان صلاتکم معروضة. قال قالوا: يا رسول الله، وکيف تعرض صلاتنا عليک وقد ارمت؟! قال: يقول بليت قال : ان الله حرم على الارض اجساد الانبياء (رواه ابو داود باسناد صحيح).

ژباړه:

له حضرت اوس بن اوس (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل: ستاسو په ورځو کې تر ټولو زياته د فضليت ورځ هغه د جمعې ورځ ده، پس په دغه ورځ په ما باندې زيات درود ولولئ، بيا د تاسو درود ما ته وړاندې کيږي، صحابه کرامو(رض) عرض وکړ: يا رسول الله!زمونږ درود څرنګه تا ته وړاندې کيږي کله چې ستا جسم پټ کړى شوى وي؟ رسول الله (ص)وويل: بيشکه الله تعالى په زمکه باندې د انبياء کرامو عليهم السلام جسدونه حرام کړي دي (ابو داود).

د دې حديث په تفسير کي علماء کرامو ليکلې دي چي يوه خاصه ملائيکه الله تعالى مقرره کړې ده  او څوک چې د جمعې په ورځ درود شريف وايي نو هغه دورد محمد (ص) ته یې رسوي.

کوم درود شريف بهتر دی؟

 وعن ابى محمد کعب بن عجرة (رض) قال: خرج علينا النبى (ص) فقلنا يا رسول الله قد علمنا کيف نسلم عليک، فکيف نصلى عليک؟ قال قولوا: اللهم صل على محمد ، وعلى ال محمد ، کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيداللهم بارک على محمد وعلى ال محمد کما بارکت على ال ابر اهيم انک حميد مجيد (متفق عليه)

ژباړه:

حضرت ابو محمد کعب بن حجرة (رض)  وايي چي نبي کريم (ص) له کور څخه راووت او مونږ ته يې تشريف راووړ نو مونږ عرض وکړ: يا رسول الله!  مونږ ته خو په تا باندې د سلام ويلو طريقه معلومه شوه، مګر په تاسو باندې دورد شريف څرنګه ووايو؟ رسول الله (ص) وويل: تاسو ووايي ( اللهم صل على محمد …حميد مجيد).

 (اللهم بارک على  محمد…حميد مجيد)

(بخاري او مسلم شريف)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button