ټرمپ بايد له عقل نه کار واخلي

ليکوال : امين وردګ

کومې کړنې چې د آمريکا دوو پخوانيو مشرانو (بوش او اوباما) په اسلامي ممالکو کې تر سره کړې دي ؛ هغه ټولې د آمريکا او نړۍ په زيان وې ؛ نو ټرمپ بايد له عقل نه کار واخلي !

بوش او اوباما د آمريکا د ارزښتونو کلک دښمنان وو ؛ ځکه خو يې د آمريکا هغه نسبي حيثيت ، اقتدار او اعتبار ته ټينګې ضربې ورکړې.

دوى دواړو (بوش ، اوباما) په نړۍ کې آمريکا او آمريکايان وشرمول .

دوى داسې کارونه تر سره کړل چې ؛ نه يوازې د آمريکا ارزښتونه يې په خطر کې واچول ؛ بلکې ټوله نړۍ يې د آمريکا پر وړاندې را وپاروله.

نو بايد ټرمپ له عقل نه کار واخلي !

زما ښه په ياد دي ؛ کله چې په 2000 ميلادي کال کې آمريکا او ملګرو يې پر افغانستان حمله کوله ؛ دلته ډېرې داسې آوازې خپرې وې ؛ چې : آمريکايان يو انچ له ځمکې لاندې هم شى ويني ؛ چا به ويل ؛ وسله نه ترې پټيږي ؛ چا به ويل ؛ هغوى هغه سترګې هم پېژني چې ؛ د دوى مخالفينو ته يې پرې کتلي وي.

ځينو به آن ټوپک ته لاس نه وروړ ؛ چې ګني آمريکايان مو بيا پېژني.

مګر اوس ! هر ځوان او زاړه وسلې را اخيستې او د آمريکايانو په ټانګونو پسې منډې وهي ؛ دا خو يې لا څه کوئ ؛ آن په ډرون او هليکوپترو پسې د کلاشينکوفو او پيکاوو ډزې کوي ؛ دا په دې مانا چې ؛ نور نو هېڅ افغان د آمريکا له نظامي ټيکنالوجۍ وېره نه لري.

پخوا به که کله دا خبره ياده شوه چې ؛ افغانستان ته نور آمريکايان راځي ؛ نو په خلکو کې به سم له لاسه وېره خپرېدله ؛ مګر اوس چې دا خبره چاته وشي چې ؛ افغانستان ته نور غربيان راځي ! نو وخاندي او ووايي “هههه پرېږده چې د دې مزه هم وڅکو” نو ټرمپ بايد له عقل نه کار واخلي !

پخوا به نړيوالو ويل چې ؛ آمريکا (سوپرپاور) دى ؛ مګر اوس وايي چې ((آمريکا صفرپاور شو)).

د اسلامي امارت د زعيم (ملا محمد عمر مجاهد) هغه خبره ريښتيا شوه چې ؛ ويل يې ” آمريکا به د ليست د سره څخه ضرور د ليست د پاى و خوا ته راځي له خيره په ياد يې لرئ” دا دى نن همداسې و هم شول.

نړۍ به پخوا د آمريکا د هرې خبرې پخلى کولو ؛ مګر نن _په خپله په آمريکا کې هم_ څوک د آمريکا له قوت څخه وېره نه لري ؛ نړۍ خو لا پر ځاى پرېږدئ.

که نن کوم آمريکايى پر چا لاس پورته کوي ؛ نه يې شي پورته کولاى ؛ ځکه چې ؛ هغه د پورته کولو لاس يې د بوش او اوباما د بې ګټې پاليسۍ له امله- افغان طالبانو ور مات کړ ؛ نن هر آمريکايي ته دا پېغور شوه چې ؛ مشرانو يې _د افغان طالبانو له لاسه _ رسماً خپله ماتې ومنله ؛ نو ټرمپ ځلې بيا ولې دا (ګوډ او مات لاس) په مظلومو مسلمانانو پورته کول غواړي ؟

نو چې د هغه قوي لاس زور و نه رسېد ؛ دا ټوټې ټوټې لاس به نو ته وا څه توره وکړي ؟

دا چې ټرمپ خپلو صليبي لښکرو ته د مسلمانانو په تعذيبولو ، رنګارنګ شکنجو ورکولو او تيرى کولو باندې پخلى کوي ؛ نو فکر کوم چې دا ځل به دى (ټرمپ) د آمريکا د منسجمو او په خپلو کې سره غوټو ايالتونو د تجزيې لامل شي.

ټرمپ بايد له عقل نه کار واخلي !

نړۍ نوره دېته نه ده تياره چې ؛ د آمريکايانو سره _د اسلامي ممالکو په اشغال کې_ برخه واخلي ؛ دا ځکه چې : نه خو نړۍ څه لاسته راوړل ، نه هم آمريکا ؛ نو له دغې ړندې او بې هدفه جګړې نه نور څه جوړيږي ؟

ټرمپ بايد پوه شي چې ؛ په افغانستان کې له پښتونو سره په جګړو کې ښکېليږي مګر په عراق او سوريه کې له هاغو باتورو عربو سره ؛ چې نږدې په ټوله کفري نړۍ يې راج چلولو ؛ خير که نن عربو د دنيا خوا ته کش وکړ او پښتانه د غربت او جګړه ايزو ناخوالو له امله د امپراتوريو د چلولو پر ځاى – د نس مړولو غم اخيستي ؛ مګر همت نه عربو پلورلى نه پښتنو !

پښتنو جګړه نه ده پيل کړې ؛ مګر هېڅکله له جګړې ستړي کيږي هم نه.

د عربو مخه د دوى شتمنيو نيولې وه ؛ مګر نن چې _د امريکا د تجاوز له امله_ هغه شتمنۍ ترې سلب شوې ؛ نو نړۍ به وګوري چې عرب څوک وو او څه کوي ؟

که ټرمپ د آمريکا اوسنۍ ناکامه پاليسي تعقيب کړي ؛ نو ليرې نه ده چې د آمريکا متحده ايالتونه به په وړوکو وړوکو امارتونو او دولتونو سره ووېشل شي.

نو ټرمپ ته په کار ده چې له عقل نه کار واخلي او داسې يوه تګلاره غوره کړي ؛ چې هم د آمريکا په ګټه وي ، هم د نورې نړۍ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button