چارواکي: طالبانو د ترينکوټ په دفاعي پوستو برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخېل

د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په سرچخلو سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت سرپرست امر نورزي ازادۍ رادیو ته وویل، دغې نښتې څو ساعته دوام وکړ چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، په جګړه کې ۷طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د امنیت سرپرست امر نورزي تاييد کړې په نښته کې ۴پولیس هم ټپیان شوي دي او دفاعي پوستوته زیان رسیدلی دی.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه  رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د روزګان ولايتي شورا ويلي و، چې طالبان د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته په نږدې سيمو کې مورچلې نيولي او وخت ناوت په امنتيتي پوستو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button