فراه: بالابلوک کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۹) الماس خدرخېل
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې بیګا شپه د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په دفاعي پوستو وسلوالو طالبانو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي چې پکې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا په دې بريدونو کې لس امنيتي سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
بل پلو وسلوالو طالبانو د ياد بريد مسؤليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د کنج اباد په سيمه کې په يو وخت په درې پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل.
په ياده خبرپاڼه کې د يوې پوستې د نيولو د ادعا تر څنګ ويل شوي، چې د جګړې په ډګر د ۹ تنو سرتيرو جسدونه لا هم پراته دي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي.
د دوی په وينا په دې بريد کې يې له سرتيرو يو شمیر سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
تر دې دمه سيمه ييزو چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
طالبانو ويلي، چې د دوی درې تنه جنګيالي هم ټپيان شوي دي.



