پکتیکا: پولیسو یو ځوان د جنسي غوښتنې د نه منلو له امله وژلی.

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۴) صابر خپلواک

د پکتيکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ټندې مرغۍ کلي کې سرحدي پوليسو يو تنکی ځوان داسې مهال وژلی، چې پولیسو ور څخه د جنسي اړیکې غوښتنه کړې او ده ورسره نه ده منلې.

د شمشاد ټلويزیون له لوري په يوه خپره شوې وېډيو کې ښکاري، چې خلک د ۱۶ کلن نجيب الله جسد خاورو ته سپاري.

د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو رسنيو ته ویلي : د ټنډې مرغۍ په سيمه کې یوه مدرسه چې د دوو پوستو په منځ کې واقع ده، دی چې هلته ورسېد په دې ځای کې دغو درې کسانو ونيو او د جنسي اړيکې غوښتنه يې ترې وکړه، خو نجیب الله ورسره ونه منله، چې بيا هغوی ورسره لاس واچاوه او په ډزو يې وويشت.

یادو قومي مشرانو  زیاته کړې، چې نجيب الله لومړی ټپي و خو د سختو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه.

قومي مشرانو او ځوانانو د پېښې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې که هغوی مجازات نه شي، دوی به يې پر وړاندې ودرېږي.

د نجيب الله يوه خپلوان په ژړه‌ غوني غږ رسنيو ته وويل: اول خو مې دا درخواست دی، چې د افغانستان حکومت د پېښې عاملين ما ته په خپل لاس راکړي ځکه اسلام د دې لپاره خاصه سزا ټاکلې او هغه زه عملي کوم،  او که نه نو دوی به له ما ژوندي و نه ګرځي.

د شمشاد خبريال وایي، چې بار بار يې هڅه وکړه، چې د پېښې د لا روښانتيا په موخه د ولايتي ادارې نظر هم ترلاسه کړي، خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول ځکه نا ځوابه وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button