ګوانتانامو وروستی زنداني د بریتانیا اوسیدونکی شاکر عامر خوشی شو

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)
د ګوانتانامو زندان څخه وروستی زنداني د بریتانیا اوسیدونکی شاکر عامر په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان نه نیول شوی وه چې ، تېره ورځ خوشی شو .
ښاغلی عامر چې ۱۳ کاله يي په یاد زندان کې تېر کړي تېره ورځ د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر د نوموړي خوشې کیدل تايد کړل .
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له قوله شاکرعامر د امریکا له پوځي اډې وتلی دی تمه ده ، چې نوموړی دې بریتانیا ته پر لاره وي .
شاکر عامر چې ۴۶ کلن سعودي الاصله بریتانوی تبعه دی ، ۲۰۰۲ میلادي څخه راپدې خوا د ګوانتانامو زاندان کې ساتل کېده هیڅ محکمه پرې نه ده شوې .
د څلورو ماشومانو پلار ښاغلي عامر مېرمن بریتاوۍ ده، شونې ده چې نوموړی دې تر نامعلومه نېټې پورې بریتانیا کې واوسیږي .
امریکایانو عامر په دې تور زنداني کړي وه، چې ده دې له اسامه بن لادن سره لیدلي وي او د القاعدې ډله کې د یوې ډلګۍ مشر پاتي شوی وي .
خو شاکر عامر د دوي تورونه ردکړي، او وايي چې دی دې یوې خیریه موسسې کارمند وه افغانستان کې يي خیریه چارې ترسره کولې .
ویل کیږي چې د بریتانیا حکومت تېره میاشت له هغه وروسته د نوموړي ژر خوشي کېده تایید کړل، چې د ښاغلي عامر ۱۷ کلنې لور «جهیناعامر » پخپل یوه ټویټر پیغام کې لیکل وه چې ” باور مې نه راځي، خپل ۱۴ کاله ورک پلار ووینم ”
حماس افغان



