دښت ارچي کې طالبانو افغان ځواکونو ته درنه مرګ او ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان
طالبانو له تېرې ورځې راهيسې د کندز ولایت دښت ارچي ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو په قطارونو او عملیاتي قوتونو سخت بریدونه ترسره کړي چې درنه مرګ او ژوبله يي وراړولي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې، افغان ځواکونو شاتګ کړی، د سیمې پرېښودوته اړ شوي او اوس هم تعقیبي عملیات جریان لري .
د ښاغلي مجاهد له قوله د تېرې ورځې نښتکه کې د افغان ځواکونو ۲ټانکونه او ۱رینجر موټر وويشتل شو، ټول ۲۸ تنه پوځیان، پولیس او اربکیان مړه او ټپيان شوي دي، چې ۱۵ دکمانډوعسکر، ۸ پولیس او ۵تنه يې اربکیان دي .
دغه رنګه نن سهار مهال د طالبانو په عملیاتو کې ۲ټانکونه په انفجارونو کې ویجاړ شوي، د قومندان نجیب په شمول ۸ عسکر او اربکیان وژل شوي او جسدونه يې د جنګ په ډګر کې تراوسه پاتې دي،او په ننیو نښتو کې هم افغان ځواکونو شاتګ کړی .
مجاهد وايي چې دوي د تاکتیک له مخې په څو واره افغان ځواکونو ته د پرمختګ موقع ورکړې تر څو ددوي د انفجارونو ښکارشي او تلفات ور واړوي .
د دښت ارچې په دغه دوه ورځېنۍ جګړه کې ۴ ټانګونه او ۱رینجر موټر ویجاړ ټول ۳۶ تنه کمانډوعکسر، پولیس او اربکیان مړه او ژوبل دي چې په کې مهم اربکی قومندان نجیب هم ګډون لري .



