ترکیه کې د افغان او سورې پناه غوښتونکو تر مینځ نښته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۲) صابرخپلواک
تیره شپه شاوخوا ۲ بجې سوري کډوالو یوې ډلې د تر کيې په قنیه ولایت کې د افغان کډوالو پر یوه استوګنځي حمله وکړه چې په پایله کې يې ۱۰ افغان پناه غوښتونکي ټپیان کړل .
راپورونه وایې چې برید کونکو په افغان پناه غوښتونکو په داسې حال کې برید وکړ چې په برچو او چاقوګانو سمبال وه ، برید کونکي د برید څخه وروسته له سیمې تښتیدلي
ویل کیږي چې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي ، خو له یوه ټپي پرته د نورو حالت د ډاډ وړ دی
د سیمې پولسو ویلي چې تر اوسه یې څوک ندي نیولي ، خو څیړنې روانې دې .



