ایکو سر مشریزې د افغانستان د امنیت ټینګول د سیمې لپاره اړین بللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۱۲) الماس خدرخیل

د ایکو سرمشریزې په خپله خبر پاڼه کې د افغانستان د پرمختګ ، سولې او امنیت لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هلو ځلو پرملاټړ ټینګارکړی .

ګډون کوونکو هېوادونو ویلي چې ترهګري ، باید له هیڅ دین ، مذهب ، قوم ، ملت یا تمدن سره ونه تړل شي.

د ایکو په غونډه کي غړو هېوادونو افغانستان د سیمې لپاره مهم بللی او په دې يې ټینګار کړی چي له دغه هېواد سره دې د ثبات او امن په برخه کي هلې ځلې وشي .

د افغانستان استازیتوب په اسلام اباد کي د افغانستان سفیر ډاکترعمرزاخېلوال وکړ

په غونډه کي د افغانستان استازې عمر زاخیلوال بیا ویلي، پاکستان د اړیکود پراختیا خبرې کوي خو پولې يي له افغانستان سره تړلې او هره ورځ افغانان زندانونو ته اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button